یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد له سیاستوالو سره «د ګډ حکومت طرحه» شریکه کړې

خلیلزاد له سیاستوالو سره «د ګډ حکومت طرحه» شریکه کړې

تاند ( چهارشنبه، د کب ۱۲ ) سرچینې وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په لړ کې د ولسمشرغني په ګډون د هېواد له سیاستوالو او طالبانو سره د یو ګډ حکومت پر طرحې خبرې اترې کړې دي.

حامد کرزي او عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینو ویلي چې خلیلزاد له سیاستوالو سره د ګډ حکومت یوه طرحه شریکه کړې ده او ویلي یې دي چې د دې طرحې په هکله به خپل نظرونه له ده سره ژر تر ژره شریک کړي.

دا سرچېنې زیاتوي چې زلمي خلیلزاد له اغېزناکو سیاسي څېرو سره د دوشنبې او سې شنبې ورځو په کتنو کې ویلي دي چې په دوحه کې به د سولې بهیر څنډې ته شي او ډېر پام به د طالبانو په ګډون د یوه ګډ حکومت د جوړېدو په تړاو د یوې ملي او نړیوالې غونډې پر جوړېدو راټول شي.

خو بنسټیزه پوښتنه دا ده چې له ګډ حکومت وروسته به راتلونکي نظام څه ډول وي؟
د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه شورا غړي سید اسحاق ګیلاني د شریک حکومت د رامنځته کیدو په اړه ویلي، شریک حکومت په درد نه خودي، خو زیاتوي چې ښايي تر اوسني وضعیت ښه وي.

نوموړي دغه راز ویلي، شریک حکومت یو امتیاز لري چې جګړه به پای ته ورسېږي او یوې دایمي سولې ته به زمینه برابره شي.

تمه کېږي چې خلیلزاد په کابل کې په دې تړاو خپلو سلا مشورو ته د چهارشنبې تر ورځې دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ نه غواړي په دې تړاو څه ووايي؛ خو ولسمشر غني تر دې وړاندې خبرداری ورکړی دی تر هغې چې ژوندی وي طالبان به لنډمهالی حکومت ونه ګوري.

1 COMMENT

  1. په راولپنډۍ کې د پنجاب ساخت حکومت چې په 1371 کې جوړ شو د اتو پيښوري او لسو تهران مېشتو ډلو ترمنځ یو ګډ حکومت وو. صدراعظم چا کابل ته پرېنښود او د اسلامي دولت مشر ملا رباني په کولاب کې حکومت چلاوه . هیله ده د خلیلزاد ګډ حکومت د راولپنډۍ ساخت بې بنیاده ګډولې ته ورته نه وي .
    بنا د هرې فیصلې په هکله باید هر اړخیز فکر وشي . ټول لوري لومړی خپل لیکلی رضایت ښکاره کړي او نړیوال ضمانتونه حتما ولري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب