جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد مس عینک کان شاوخوا ۲۵۰۰ قلمه تاریخي اثار کابل ته ولېږدول...

د مس عینک کان شاوخوا ۲۵۰۰ قلمه تاریخي اثار کابل ته ولېږدول شول

تاند (سه شنبه د حوت ۱۲) د لوګر له مس عینک کان څخه شاوخوا ۲۵۰۰ قلمه تاریخي اثار کابل ته ولېږدول شول.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا اثار په مس عینک کان کې د کېندنو پر مهال ترلاسه شوي.

د ښاغلي مومند په خبره ددې ټولو اثارو شمېر ۲۵۰۰ ته رسېږي چې ځینې یې د کابل موزیم او یو شمېر نور یې د لرغونپوهنې ریاست ته سپارل شوي.

د هغه په خبره، له دې اثارو شاوخوا پنځه سوه یې خټین او مسي لوښي و او پاتې۲۰۰۰ نور یې لرغونې سیکې دي چې د لرغونپوهنې په انستیتوت کې به په مسلکي توګه پاکې کړل شي او بیا به ملي موزیم ته ولېږدول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب