جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد دفاع وزارت: د طالبانو تر ټولو لوی مرکز د افغان پوځ...

د دفاع وزارت: د طالبانو تر ټولو لوی مرکز د افغان پوځ لاسته ورغی

تاند (سه شنبه د حوت ۱۲) د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په تر سره  کولو سره په ننګرهار کې د طالبانو د سوق او ادارې تر ټولو لوی مرکز تر خپلې ولکې لاندې راوست.

د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو ځواکونو دغه عملیات پرون دوشنبه د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې تر سره کړل چې په پایله کې یې د طالبانو د سوق او ادارې تر ټولو لوی مرکز د افغان ځواکونو لاسته ورغی.

دغه وزارت وايي، طالبانو له همدې مرکزه په ختیځ زون او په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې ترهګریز بریدونه طرحه او تر سره کول.

په خبرپاڼه کې راغلي په دې عملیاتو کې د طالبانو وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلل او د یادې ډلې یوه اندازه نشه توکي هم له منځه یووړل شول.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د ننګرهار ځايي چارواکو ددغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ظابت ظاهر کلا د بېرته نیولو خبر ورکړی و.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وړمه ورځ پر خپل ټوېټر لیکلي چې یاده تاریخي کلا تر نهه کلن ځنډ وروسته د افغان سرتېرو لاسته ورغله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب