تاند(سه شنبه، د حوت ۱۲) په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد په کابل کې له ګڼو افغان سیاسیونو او چارواکو سره کتلي دي او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دي.
اعلامیې زیاته کړې چې خلیلزاد تر کابل وروسته دوحې او د سیمې نورو هېوادونو ته ځي او هڅه یې دا ده چې د جګړو د ختمولو لپاره د سیمې د هېوادونو ملاتړ جذب کړي.
د یادې اعلامیې په وینا، خلیلزاد دا ځل د دایمي ثبات د راتګ او اوربند په لټه کې دی او هڅه کوي دواړه لوري د جګړو کمولو ته تیار کړي.
خلیلزاد تېره ورځ کابل ته راغلی و او دلته یې له ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي شورا له رییس او پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو سیاسي مشرانو سره کتلي دي.
ټولو اړخونو پر دې ټینګار کړی چې باید ژر تر ژره په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او بین الافغاني خبرې دې یوې پایلې ته ورسول شي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د دوحې هوکړه بریالۍ نه وه، ځکه جګړې کمې نه شوې او طالبانو یې پر ژمنو عمل و نه کړ.