Homeخبرونهرونالډ نیومن:د سولې هوکړه بریالۍ نه وه

رونالډ نیومن:د سولې هوکړه بریالۍ نه وه

تاند(سه شنبه، د حوت ۱۲) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د دوحې هوکړه بریالۍ نه وه، ځکه جګړې کمې نه شوې او طالبانو پر ژمنو عمل و نه کړ.

نیومن ویلي دا واضح ده چې د دوحې هوکړه د طالبانو په ګټه ده نو له همدې امله به د بایډن اداره د افغان سولې په تړاو نوي اقدامات ترسره کړي.

نیومن همدا راز زیاته کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ فاصله ډېره ده ځکه دواړه لوري خپل شرطونه لري.

د هغه په خبره تر ټولو ډېر شرطونه د طالبانو له لوري وړاندې کېږي.

د نیومن په وینا ددې احتمال شته چې امریکایي ځواکونه له افغانستان و نه وځي ځکه له افغانستان د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې تړل شوي دي او ژر به په دې اړه پرېکړه وکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دولت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري ویلي چې له امریکا سره د طالبانو د دوحې هوکړې څخه د یو کال په تېرېدو د جګړو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله خپل اوج ته رسېدلې ده.

نادري زیاته کړې، د یاد تړون له لاسلیک څخه وروسته موده کې د جګړو له امله د مدني فعالانو په ګډون ۵۲۳۱ ملکي وګړي وژل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...