شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د افغانستان او زمبابوې لومړۍ ټېسټ لوبه نن پيلېږي

د افغانستان او زمبابوې لومړۍ ټېسټ لوبه نن پيلېږي

تاند (سه شنبه، د حوت ۱۳) ټاکل شوې چې نن د مارچ په دوهمه افغان لوبډله له زمبابوې لوبډلې سره خپله لومړۍ نړیواله ټېسټ لوبه تر سره کړي.

دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت  لس نیمې بجې پيلېږي او دواړو لوبډلو دې لوبې ته پوره  چمتو والی ښودلی.

دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله له زمبابوې سره رسمي ټېسټ سیالۍ تر سره کوي.

زمبابوې تر دې دمه ۱۱۰ ټېسټ لوبې تر سره کړې چې ۱۲ يې ګټلې ۷۰ يې بایللې او ۲۸ لوبې یې بیا پرته له کومې پایلې پای ته رسیدلې دي.

بل لورته بیا افغان لوبډلې ۴ نړیوالې ټېسټ لوبې  ترسره کړې چې له بنګله دېش او اېرلینډ لوبډلو څخه يې ګټلې او هندوستان او ویسټ انډیز لوبډلو ته يې بایللې دي.

افغانستان به خپله پنځمه او زمبابوې لوبډله به خپله ۱۱۱مه ټېسټ ترسره کوي.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ  تر منځ دوه ټېسټ او درې شل اورېزې سیالۍ د افغانستان په کوربتوب تر سره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب