شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ولې افغانستان کې بېرته تاوتریخوالی زیات شو؟

ولې افغانستان کې بېرته تاوتریخوالی زیات شو؟

لیکنه: هاشم وحدتیار 

ژباړه: اسد افغان

د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان په اړه د خپل حکومت دریځ په ډاګه کړ. نوموړي تېره اونۍ د میونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل: زما اداره په کلکه د روان دیپلوماتیک بهیر ملاتړ کوي تر څو له شلو کلونو راهیسې روانه جګړه پای ته ورسیږي. په داسي حال کې چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د هدفي وژنو، چسپکي ماینونو او مخامخ بریدونو کچه لوړه شوې، افغانان اندېښمن و چې د متحده ایالاتو نوی حکومت به د سولې له خبرو پر شا شي، خپل ځواکونو به وباسي او که به کومه درېیمه تګ لاره غوره کړي. 

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۰ له جنوري نه تر سپتمبر میاشتي پوري ۵۹۳۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او له سپتمبر نه را وروسته موده کې په هدفي بریدونو کې ۱۱ تنه پيژندل شوي ژورنالیستان او د بشري حقونو فعالین وژل شوي دي، سره له دې چې امریکا او طالبانو په خپلو کې موافقه وکړه او بین الافغاني خبرې هم روانې دي دا مهمه ده چې پوه شوو ولي تاوتریخوالی زیات شوی؟ 

کله چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه، د امریکا او طالبانو تر منځ تړون لاسلیک شو او ورپسې په مې میاشت کې طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړ د افغانانو هیلې زیاتې شوې چې په تدریجې توګه به تاوتریخوالی کم شي. همدارنګه په ژمي کې چې طالبان تل خپل بریدونه د سړې هوا له امله کموي او له غرونو ټولیږي چې ورڅخه بریدونه ترسره کوي، خو په دې ژمې کې د طالبانو له خوا د چسپکي ماینونو او هدفي وژنو په بهیر کې هیڅ کموالی نه لیدل کیږي. 

د تاوتریخوالي د بیا ډیرښت ګڼ عوامل شته:

لومړی: طالبان په یو وخت کې هم د جګړې او هم د خبرو ستراتیژي پر مخ وړي. دغه ډله په دې باور ده چې د بریدونو په دوام سره کولای شي د خبرو اترو پر میز برلاسي وي.

دوهم: تاوتریخوالی ځکه زیات شوي چې هر څوک د سولې د خبرو په اړه بېل تعریف لري، د نړیوالي ټولنې او افغانانو موخه د سولې له خبرو داده چې د شخړې لپاره سیاسي حل لاره پيدا شي او د افغانستان د راتلونکي حکومت لپاره لار- نقشه پکې جوړه شي. 

بلخوا طالبان بیا د خبرو په ترڅ کې د سولې غوښتونکي نه دي بلکه غواړي واشنګټن له افغانستان نه د خپلو پوځیانو په ایستلو قانع کړي تر څو د طالبانو د بریدونو د دوام پر ځای عسکر د مذاکراتو په پایله کې ووزي.  

سره له دې چې افغان حکومت، دیني عالمان، مدني ټولنه او سیمه ییز مشران ټول له طالبانو د اوربند او اورکم غوښتونکي دي خو طالبان د بیلابیلو لاملونو پر اساس چمتو نه دي چې اوربند اعلان کړي، بلکه دوي غواړي چې له اوربند نه د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې کار واخلي او په بدل کې يې خپل شل زره بندیان د افغان حکومت له زندانونو را خوشي او د خپلو مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لیست نه وباسي. 

افغان حکومت شک لري چې طالبان د رښتنې سولې پر ځای د واک د ترلاسه کولو په هڅه کې دي. افغان سیاستوال او د مدني ټولني غړي که څه هم حکومت د فساد او نا امنۍ په مخنیوي کې په کمزورۍ تورنوي خو په پر له پسې توګه له طالبانو هم د اوربند او اورکم غوښتونکي دي. 

مدني فعالان او نور افغانانو د طالبانو د تاوتریخوالي او حکومت د ناکامیو تر منځ ګیر دي. فعالان، پيژندل شوي ژورنالیستان او مشهور دیني عالمان یو په بل پسې وژل کیږي او دا په دې مانا چې هر څوک د اوربند او اورکم لپاره ږغ پورته کوي هغه په نښه کیږي. 

د امریکا نوي حکومت اعلان وکړ چې د امریکا- طالبانو د تړون ارزونه کوي. د نړیوالې ټولني او ملګرو ملتونو په راپورونو کې ویل شوي چې طالبان له امریکا سره خپلې معاهدې ته ژمن نه دي ځکه دغه ډله اوس هم له القاعدې سره اړیکي لري او تاوتریخوالی نه دی کم کړی. اوس ممکن واشنګټن په دغه تړون کې ځيني ټکي ور اضافه کړي او له دې لاري ډاډ تر لاسه کړي چې طالبانو له القاعدې سره اړیکي پرې کړي او بریدونه یې کم کړي. تېره اونۍ د متحده ایالاتو دفاع وزیر د سمدستي اورکم غوښتنه وکړه او دا په دې مانا که طالبان تاوتریخوالی کم نه کړي د امریکا- طالبانو تړون له ماتې سره مخ دی. 

اوس د امریکا د حکومت لپاره بېړنۍ مسئله په څوارلس میاشتو کې له افغانستان نه د خپلو پوځیانو د ایستلو ده. د امریکا- طالبانو د سولې تړون له مخې د روان کال د اپریل پر ۳۰مه، نېټه دغه موده پوره کیږي. که امریکا پوځیان ووزي یا پاته شي په راتلونکې پسرلي کې به تاوتریخوالی زیات شي. که د متحده ایالاتو عسکر له افغانستان نه ولاړ شي طالبان به حالت د ځان په ګټه وبولي او د افغان حکومت د ړنګولو او خپل رژيم د بیا قایمولو لپاره به جګړې ته زور ورکړي. 

د امریکا- طالبانو د تړون ترارزونې وروسته به واشنګټن د ناټو له غړو هېوادونو سره په شریکه، په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د برخلیک په اړه پرېکړه کوي. د ناټو ماموریت دوام او افغانستان کې د امریکایي سرتېرو پاته کېدل به هغه څرګندونې غلطي وښيي چې پکې ویل کېدل چې امریکایان د وتلو لپاره په بېړه کې دي او افغانستان یو ځل بیا طالبانو ته پریږدي. 

دا ډول پریکړه به طالبانو ته هم واضح پيغام ولري چې باید د سولې، ټول شموله حکومت او دایمي اوربند لپاره چمتو شي. افغانستان کې د ناټو پاتي کېدل به پر سیمه هم اغیز ولري او ښايي دا ډول پرېکړه د ځینو هېوادونو لپاره په زړه پوري نه وي ځکه چې نیابتي جګړه به یې په نیابتي سوله بدله کړې. 

د افغانستان ګاونډیان د سولې لپاره خپل تعریفونه لري. د ایران لپاره سوله په دې مانا چې د متحده ایالاتو ځواکونه له افغانستان نه ووځي او دوي په خپل ختیځ سرحد کې د امریکايي پوځي قرارګاو له ګواښ نه خلاص شي. د روسیې لپاره بیا سوله په دې مانا ده چې امریکا ته بې ساري ځاني او مالي زیانونه واوړي. نیویارک ټایمز په خپل راپور کې په ډاګه کړې وه چې روسانو د امریکايي عسکرو د وژلو پر سر افغان یاغیانو ته انعامونه ورکړي. 

پاکستان 

بیا داسي سوله غواړي چې پکې امریکایان له افغانستان نه لاړ شي، د دغه هېواد د چارو سمبالښت پاکستان ته وسپاري. او همدارنګه دوي غواړي چې د ډالرو په بدل کې امریکا په پاکستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې پوځي ډلې وساتي تر څو له افغانستان نه د تروریستي تهدیدونو پر مهال سمدستي اقدام وکړای شي. 

تاوتریخوالی، هدفي وژنې او چسپکی ماینونه یواځي د حالت د لا خرابوالي سبب کیږي چې نه د افغانستان او نه هم د سیمې په ګټه دي. او د سولې روانه پروسه به له خنډ سره مخ کړي، د دې لپاره چې په افغانستان او سیمه کې امن او ثبات قایم شي، سیمه ییز هېوادونه باید صادقانه کردار ادا کړي چې تاوتریخوالی کم، اوربند اعلان او په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د تل پاتي سولې لپاره لاره هواره شي. له دې پرته، جګړې او بریدونه به د سیمي هېوادونو ته پراخ شي. له بلې خوا، د روان تاوتریخوالي په شتون کې د ناټو ځواکونو بېړنۍ او غیرمسولانه وتل به یو ځل بیا افغانستان د نړیوال ترهګری په مرکز بدل کړي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب