شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د هندۍ اداکارې کنګنا رناوت د نيولو امر شوی

د هندۍ اداکارې کنګنا رناوت د نيولو امر شوی

تاند ( سه شنبه، د حوت ۱۲) هندي رسنۍ وایي د ممبی يوې ځايي محکمې د کنګنارناوت د نیولو امر کړی دی.

سرچینې وایي چې کنګنارناوت د هند د مشهور شاعر جاوېد اختر سپکاوی کړی او په دې خاطر یې د نیولو امرکړی چې نوموړې په دغه قضیه کې محکمې ته نه ده حاضره شوې.

هندي رسنۍ وایي چې جاوېد اختر په محکمه کې عريضه کړې وه چې کنګنا رناوت د ملي ټلويزيون په يوه خپرونه کې هغې ته سپکاوى کړى دى.

په دې قضيه کې محکمې امر کړى و چې د مارچ په لومړۍ نېټه دې کنګنا رناوت محکمې ته حاضره شي خو نوموړې محکمې ته حاضره نه شوه.

اوس رناوت په غبرګون کې محکمې پوليسو ته امر کړى چې کنګنارناوت دې ونيسي او محکمې ته دې راولي.

کنګنا رناوت د هندي سینما مشهوره اداکاره ده چې په ګڼو فلمونو کې کار کړی او ډېری مینه وال هم لري.

دې اداکارې څه موده وړاندې ویلي وو که چېرته د خلکو او هېواد خدمت کولو په خاطر یې د سیاست لپاره مټې بډ وهلې نو د فلمي ډګر ژوند به هم پریږدي.

هغې ویلي وو سیاست پوه او سیاست کوونکی باید د یوه حکومت او هېوادني خدمت پرته بل څه نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب