Homeخبرونهولسمشرغني افغان سوله کې له ترکیې مرسته غوښتې

ولسمشرغني افغان سوله کې له ترکیې مرسته غوښتې

تاند ( سه شنبه، د حوت ۱۲) ولسمشر محمداشرف غني له ترکیې غوښتي چې له خپل نفوذ په استفادې د افغان سولې په بهیر کې خپله همکاري ډېره کړي.

د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ديپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مناسبت ولسمشر غني په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې ترکیه په سیمه کې د افغانستان ښه ملګری هېواد دی او تل یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

هغه  ویلي اوس د دې وخت دی چې ترکیه له خپل نفوذ څخه په استفادې د افغانستان د سولې په مسئله کې هم رغنده او پیاوړی رول ولوبوي.

په ورته مهال په همدې مناسبت د رجب طیب اردوغان په پیغام کې بیا راغلي چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړي دي.

هغه ویلي د افغانستان  سوله او ثبات د ټولې سیمې د سولې او ثبات په مانا ده.

ولسمشرداسې مهال په افغان سوله کې د ترکیې مرسته اړینه بولي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړې سخت زور اخیستی او د سولې په خبرو کې هم پرمختګ نه لیدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...