شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو پر محمد بن سلمان د بندیزونو غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو پر محمد بن سلمان د بندیزونو غوښتنه وکړه

تاند(سه شنبه، د حوت ۱۲) د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې، د ملګرو ملتونو د بشر حقونو یوې چارواکي د امریکا راپور په کلکو ټکو غندلی او زیاته کړې ده چې پر محمد بن سلمان باید تردې وړاندې لا بندیزونه لګېدلي وای.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړې استازې اګنیس کالامار ویلي، محمد بن سلمان ته په سزا ورکولو کې پاتې راتلل ډېر بد کار دی.

نوموړې زیاته کړې، دا کار دې ته ورته دی چې یو کس محکمه کې ملامت وګڼل شي خو بیا وروسته یې د خوشې کولو امر وشي.

د هغې په باور محمد بن سلمان ته ولې مخکې سزا نه ورکول کېدله او په وینا یې، اوس باید ژر تر ژره پر هغه بندیزونه ولګول شي او سزا ورکړل شي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د امریکا نوې ادارې د جمال خاشقجي د مړینې په تړاو هغه راپور خپور کړ چې د ټرمپ ادارې له سعودي سره د ښه اړیکو ساتلو له کبله نه خپروه.

په یاد راپور کې ادعا شوې وه چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژل کېدو امر منظور کړی و او د سعودي د څارګرې ادارې کارکوونکو د نوموړي په امر خاشقجي په بې رحمانه ډول وژلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب