جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهافغان او تاجک چارواکو د اړیکو په پراختیا خبرې وکړې

افغان او تاجک چارواکو د اړیکو په پراختیا خبرې وکړې

تاند (سه شنبه د حوت ۱۲) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل سیال خسرو ناظري سره ناسته کې په یو شمېر مسایلو خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي په دې لیدنه کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس پر جوړېدو، بین الافغاني خبرو او ددواړو لوریو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

تاجک چارواکو په دې لیدنه کې ویلي چې دوی له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاریو ته تیار دي.

د تاجک چارواکیو په خبره دوی د هغې سولې ملاتړ کوي چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي وي او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږي.

د معلوماتو له مخې په دې لیدنه کې تاجکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د راتلونکي سفر په هکله هم خبرې وشوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...