یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهد ژوندي راپور ورکولو پر مهال یو خبریال غلو ولوټه

د ژوندي راپور ورکولو پر مهال یو خبریال غلو ولوټه

تاند ( سې شنبه، د کب ۱۲ ) راپورونه وایي، د امریکا ایکواډور کې د یو ورزشي تلویزیون خبریال د کمرې مخې ته د یوه غله له لوري لوټ شوی دی.

د معلوماتو له مخې دغه خبریال د یوې لوبې ژوندی حال تلویزون سره شریکولو لپاره میدان ته تللی و د میدان په دروازه کې یې مینوالو سره خبرې کولې چې غلو لوټ کړ.

راپور کاږي، ټلويزیون ته د ژوندي رپوټ پر مهال یو ځوان چې مخ یې په ماسک پټ وه، لاس کې یې تفانچه وه د خبریال مخ ته ودرېد او مرمۍ یې ورته تېره کړه.

د معلوماتو له مخې، غل د خبریال تر څنګ د هغه د کمره نېوونکي جېبونه هم ولوټل او له دواړو یې د موبایلونو تر څنګ د جېب پیسې او هر څه وتښتول.

د دې پېښې ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې چې د لوبغالي له څارونکې کمرې څخه اخیستل شوې.

ويډیو کې ښکاري چې خبریال او کمره نېوونکې یې څو قدمه په غل پسې منډه هم ووهي خو په نېولو یې نه بریالي کېږي.

دې صحنې په نړۍ او خاص ډول امریکا کې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو ډول ډول تبصرې را پیدا کړې، ځینو خو یې د غل زړورتوب هم ستایلی، مګر ځېنو یې بیا د حالاتو خرابېدل ښودلي دي.

که څه هم زموږ هېواد افغانستان کې د سړک په سر غلا، د وسلې په زور لوټل او نور عادي او عامې خبرې دي، خو جالبه پکې دا ده چې څو میاشتې وړاندې د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې هم ورته پېښه را منځ ته شوې وه.

جلال اباد ښار کې یو خبریال غوښتل د ښار له منځه پر همدې موضوع تصویري کلېپ واخلي چې ګواکې یاد ولایت کې غله ډېر شوي او له ډک بازاره د خلکو له لاسونو موبایلونه تښتوي.

دې وخت کې په موټر سایکل سپاره دوه کسان راځي او د خبریال له لاس څخه موبایل تښتوي.

2 COMMENTS

  1. زه نه پوهېږم چې د جلال آباد پېښه به څومره رښتیا وي؟
    ځکه چې جلال آباد کې د څو کلونو راهیسې په موټرسایکلونو بندیز دی

  2. ممکن ددې خبرنګار سلیقه ډېره خوږه او جدّی وه او غوښتل ئې د خپلی ادعا رښتینتوب ( د غلا او غلو شتون ) په یوه مخکی طرح سوې سناریو، ثابته کړی او ممکن همدا اوس د همهغه صوری غلو سره په رستوران کی ناست او په بانډار او چایو خوړلو بوخت وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب