یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeروغتیاموږ ولې خوله کېږو او دا د کومو ناروغیو نښې نښانې دي؟‎

موږ ولې خوله کېږو او دا د کومو ناروغیو نښې نښانې دي؟‎

تاند ( سې شنبه، د کب ۱۲ ) هر څوک خوله کېږي، ډېر کم خلک به وي چې هغوی نه خوله کېږي.

خو اړينه ده چې په دې پوه شو هغه کسان چې خوله کېږي، علت يې څه دی او د کومو ناروغيو نښانې لري؟

د معلوماتو له مخې، خوله کېدل یوه ناروغي ده او دا چاره زمونږ په بدن کې د ننه د ډېری جدي ناروغیو لامل ګرځي.

ویل کېږي کوم کسان چې خوله کېږي هغوی د ویټامین ډي له کمښت سره مخامخ دي.

ویټامین ډي د انسان د بدن هډوکي، جوړونه، عضلې او همدا راز د بدن پاتې نورې برخې غښتلې او پیاوړې کوي.

کارپوهان وایي، د کومو کسانو چې تندی خوله کوي؛ نو دا ډول خلک د ویټامین ډي له کمښت سره مخ دي او ویټامین ډي ته اړتیا لري.

د دې ترڅنګ خوله کول د وینې د شکر، د زړه د حملې، فشار او د نورو ورته ناروغیو ښکارندويي هم کوي.

نو باید د ډېرو خولو په کولو سره مو خپل معاینات وکړو او دې برخه کې له یوه پوه ډاکټر مشوره واخلو، څو له ناورغیو په امان پاتې او پر وړاندې یې مبارزه وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب