شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeروغتیاد روغ زړه لپاره پیاز وخورئ

د روغ زړه لپاره پیاز وخورئ

تاند- طبي څېړونکي د زړه ناروغانو ته سپارښتنه کوي چې پیاز زیات وخوري.

له دې څېړنې سره سم، چې پایلې یې په پسیون سانتې ویبپاڼې کې خپرې شوي دي، ویل شوي چې د پیازو خوړل د زړه ناروغانو، د زړه د رګونو د بندو کسانو او حتي روغو بنیادمانو ته ګټور دي. څېړونکي وايي، د دې لپاره چې صحتمن واوسئ هره ورځ یو پیاز خورئ.

پیاز لږه کالوري لري او په عین حال کې د راز راز سرطانونو او قلبي ناروغیو د مخنیوي لپاره ګټور دي.

ځیني کسان د دې لپاره چې د خولې یې بد بوی ولاړ نه شي، پیاز نه خوري خو که هغوی د پیازو په ګټو پوی شي ممکن د خولې د بد بوی لپاره ژاولي وژدوي یا له نورو طریقو کار واخلي خو د پیازو خوړل پرېنږدي.

د خولې د بوی د مخنیوي لپاره کورکمن، وچ چای، کېله، دڼیا او کیوي وخورئ خو له پیازو مه تېرېږئ.

پیاز انټي بایټک خواص هم لري او جنسي قوه زیاتوي.

پیاز د بدن غوړ او د لوږې فایبرونه کموي او له همدې کبله د انسان وزن ورسره لږېږي چې دا په خپله د زړه له روغتیا سره مرسته کوي ځکه چې چاغوالی د زړه د ناروغیو یو مهم علت دی.

ساینسپوهان وايي چې پیاز که پاخه وي یا اومه خوړل یې د وینو د ټینګېدو مخه نیسي ځکه یې د زړه ناروغان باید هره ورځ وخوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب