پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت د فساد د مخنیوي نوې طرحه جوړوي

کورنیو چارو وزارت د فساد د مخنیوي نوې طرحه جوړوي

تاند ( سه شنبه، د حوت ۱۲) د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي نن ملت ته دحساب ورکونې په غونډه کې وویلې چې له فساده د مخنیوي لپاره يې  په داسې طرحه کار پيل کړی چې له مخې به یې د سرغړونې په صورت کې  ترافیک له موټر چلوونکو نغدې پیسې نه اخلي، بلکې بانکي تعرفه به ورکوي.

هغه وايي چې دغه طرحه به په راتلونکو پنځو میاشتو کې پلې شي.

اندرابي دغه راز په هېواد کې د جګړې په تړاو په خپلو خبرو کې وویلې چې طالبانو امریکا سره د دوحې تر هوکړې وروسته پر امنیتي ځواکونو، علماوو او مدني فعالانو بریدونه زیات کړي دي.

هغه وایي دوی په روان کال کې جنايي او د امنیت ضد ۱۶ زره پېښې ترسره شوي چې په تور  یې ۲۱ زره او ۳۶۳ کسان نیول شوي دي.

د نوموړي په خبره په دې وروستیو کې د طالب مشرانو او  جنګیالیو تر منځ د روانې جګړې د مشروعیت په اړه  ژور اختلافات هم پیدا شوي دي.

بل لورته بیا وسله والو طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

هغه دغه راز د ښځينه پولیسو په تړاو وویلې چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زره تنو ته لوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب