شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپنځه منسوبان چې د کورنیو چارو وزارت یو سرتېری یې وهلی و...

پنځه منسوبان چې د کورنیو چارو وزارت یو سرتېری یې وهلی و له دندو لرې شول

تاند (دوشنبه د حوت ۱۱) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه پنځه امنیتي منسوبان يې له دندو لرې کړل چې د ددې وزارت د قراول سرتېري ګواښلي او يو يې ډبولی و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، دغو پنځو کسانو تېره ورځ ددې وزارت امنیتي ساتونکو ته ګواښ کړی و او یو يې وهلی و، له دندو ګوښه شول.

د ښاغلي ارین په خبره، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستيال عبدالصبور قانع د يادې موضوع له خبرېدو وروسته دغه پنځه امنیتي منسوبان له دندې ګوښه او د نورو څېړنو په موخه يې د ياد وزارت د داخلي امنیت عمومي ریاست ته معرفي کړل.

طارق آرین د کورنیو چارو وزارت د امنيتي مرستيال له قوله وايي، له استثنا پرته ټول پولیس افسران قانون ته مسؤل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب