ډیر وخت یې هنداره کې ځان نه ؤ کتلی، ځکه چې اوس یې د پیغلتوب په یادونو، هوس او سینګار د زمانې ډیر خړ ګردونه پراته وو.
ماشومې لور یې ورته وویل:
– مور جانې د سر ویښته دې سپین شوي ها واخله هیندراه کې وګوره.
مور یې هیداره ترې واخیسته او هغې هنیداره کې وکتل، مخ یې ګونځې، ننوتلې سترګې او سپین ویښتان یې ولیدل.
کنډاس غاښ یې له ورایه معلوم شول، ویې ویل:
– لور جانې زما هم تا غوندې ماشومتوب و، د پیغلتوب دوره مې هم تېره کړه خو غمونو زړه کړم.
له سترګو یې اوښکې د ماشومې لور پر مخ وڅڅیدې، له ځان سره یې وویل:
– زما پلار سره د خدای ښه نه کوي، زه خبره نه وم، زه یې د شین ګل په نامه کړې وم.
زړې ښځې په خپاو خبرو کې دمخ واخیسته وروسته یې خپله خبره شروع کړه:
– اول مې فکر نه و، چی کاندې ابه مې سم نفر ته ورکړې وم.
د بوډۍ له سترګو اوښکې راغلې, د لاسونو ګونځې ګونځې شاوې یې په خپلو سترګو را تېرې کړې. بوډۍ په غریو نیولي غږ د خپل ژوند کیسه خپلې لور ته شروع کړه: “په همدې مې ځانته تسلې ورکوله خو هغه ورځ هر څه بدل شول، چې زه یې خپل کور ته په خره باندې راوړلم. د واده په اوله ورځ، ماته تنها درې څلور ښځې مبارکۍ ته راغلې. دوی ما سره هیڅ په ورین تندي نه دي کتلي، دوی له څهرو معلومیدل، چې زما خسرګنۍ سره په کلي کې هیڅوک د دوستۍ تار نه لري. ورځ تېره شوه، شپه راغله. زه سوچونو کې سلګو واخیستم، مور مې ماته دلاساینه راکوله خو زما زړه نه منله.
سهار شین ګل مور کوټې ته غږ کړ( زرغونې راشه غوا ولوشه). دا چې موږ مال نه لرلو، هیڅ نه ناخبره وم.
ما سرو لاسونو او خپل د ناویتوب کالیو ته په سلګو ژړل.
ټول ژوند مې همداسې تیر شو، خاوند مې له اوله ماته خپل حق نه دی راکړی، سهار نه تر غرمې بیا تر ماښامه ورسره د ځمکې کارونه کوم، د دې برسیره مې وهي هم ځکه چې ولې مې ډوډۍ پس کړه او یا مې کتخ ولې بیکاره دی. ما د پیغلتوب دوره کې د اجمل زوی، بلال په نامه شپې سبا کولې خو اول نصیب او بیا خپل ابه دې حالت ته ورسولم، چې اتویشت کلنۍ کې مې رنګ د سل کلنې دی”.
۱۹/۷/۱۳۹۹