شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني او خلیلزاد د سولې بهیر پرچټکتیا خبرې کړي

ولسمشرغني او خلیلزاد د سولې بهیر پرچټکتیا خبرې کړي

تاند (دوشنبه، د حوت ۱۱) افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره کتلي دي.

ارګ وايي، په دغه کتنه کې دواړو خواوو د سولې بهیر په راتلونکو پړاوونو خبرې کړي او د دې بهیر په چټکتيا یې ټينګار  کړی دی.

خلیلزاد له دې وړاندې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر او مرستیالانو سره هم کتلي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې  خلیلزاد او عبدالله د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د سرچینې په خبره په دې لیدنه کې تر ډېره پر بین الافغاني خبرو، د تاوتریخوالي کمولو، د مذاکراتو پر دویم پړاو او نورو مواردو بحثونه شوي دي.

دواړو لورو همدا راز ټینګار کړی چې د سولې پر هوکړه بیا کتنه باید چټکه کړل شي او دغه راز دې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات یوې پایلې ته ورسول شي.

دا لیدنې په داسې مهال ترسره کېږي چې تازه د دولت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري ویلي چې له امریکا سره د طالبانو د دوحې هوکړې څخه د یو کال په تېرېدو د جګړو له امله د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده.

نادري زیاته کړې، د یاد تړون له لاسلیک څخه وروسته موده کې د جګړو له امله د مدني فعالانو په ګډون ۵۲۳۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب