Home+امیتاب بچهن: ناروغ یم، په همدې موخه عملیات کوم

امیتاب بچهن: ناروغ یم، په همدې موخه عملیات کوم

تاند ( دوشنبه، د حوت ۱۱) د بالیووډ مشهور لوبغاړی  امیتاب بچهن په خپل انسټاګرام لیکلي چې دی ناروغ دی، او له همدې امله عملیات کوي.

هغه په ټولنیزو رسنیو کې هم خپل یو انځور خپور کړی چې نوموړی پکې ډېر خپه لیدل کېږي.

هغه لیکلي:« ناروغ یم او په همدې موخه عملیات لرم نور ډېر څه یې په اړه نه شم لیکلی».

هغه د خپلې ناروغۍ په اړه ډېر څه نه دي لیکلي.

د نوموړي مینوالو د هغې  د ناروغۍ په اړه خواشینې ښودلې او د روغتیا دعاوې ورته کړې دي.

هندي رسنۍ وایي  ۷۸ کلن امیتاب بچهن له دې وړاندې د کورونا له امله د ممبۍ یو روغتون کې بستر شوی و چې له څو ورځو بستر وروسته رغېدلی و.

تازه لا معلومه نه ده چې هغه د کومې ناروغۍ له امله عملیات کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...