شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې د ۱۲ خصوصي طبي انسټېټيوټونو مسوولان عدلي او قضایي ارګانونو ته...

ننګرهارکې د ۱۲ خصوصي طبي انسټېټيوټونو مسوولان عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شول

تاند( د وشنبه، د حوت ۱۱) ننګرهار کې د ۱۲ طبي انسټېټیوټونو مسوولان عدلي او قضایي ارګانو ته د څېړنې په موخه ور وپېژندل شول.

والي ضیاءالحق امرخېل وایي داکسان یې د ګمارل شوي پلاوي له راپور وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ور معرفي کړل.

هغه وایي یاد شمېر خصوصي طبي انسټیټیونو د میاشتنیو فیسونو سربېره  په دولتي ازموینه کې د ګډون، فراغت غونډې او دیپلوم  په موخه زرګونه افغانۍ له محصلینو اخیستې وې.

بل لورته د ننګرهار د رسنیو دفتر هم هغه مکتوب خپور کړی کوم چې یاد ۱۲ انسټېټيوټونه په کې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

په مکتوب کې لیکل شوي چې: « یادو ۱۲ طبي انسټېټيوټونو له مودو راهیسې په غیر قانوني ډول د میاشتنیو فیسونو سربېره  په دولتي ازموینه کې د ګډون، فراغت غونډې او دیپلوم  په موخه زرګونه افغانۍ له محصلینو اخیستې اوس اړتیا ده چې عدلي او قضایي ارګانونوته ور وپېژندل شي او څېړنې ترې وشي».

د یادونې ده چې تېره اونۍ د خصوصي طبي انسټېټيوټونو له شاوخوا ۷ زره محصلینو دولتي ازموینه واخیستل شوه.

له هغې ازموینې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د یادو ادارو پر ضد خلکو پراخ غبرګونونه وښودل چې له محصلینو په یوه او بله بهانه پيسې اخلي.

هغه ارقام چې رسنیو خپاره کړي وو د یادو ادارو مسوولانو منلې وه چې تر ۱۳ نیم میلیونه افغانیو یې راټول کړي  دي.

عام ولسونه له دې پرېکړې خوښ دي خو له اړونده ادارو غواړي چې حق حقدار ته وسپاري او له دوی سره قانوني چلند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب