جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماد عالیه بټ نوی پرو‌‌‌‌‌‌ډکشن او نوی فلم جوړېږي

د عالیه بټ نوی پرو‌‌‌‌‌‌ډکشن او نوی فلم جوړېږي

تاند ( دوشنبه، د کب ۱۱)  د بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ سینما مشهورې اداکارې عاليه بټ خپلو مینوالو ته د خپل پرو‌‌‌‌‌‌ډکشن د پرانیستې او نوي فلم د جوړېدو خبر ورکړ ی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، ‫د عالیه بټ نوی فلم ‌‌‌‌‌‌چې (ډارلینګز) نومېږي چې راتلونکي کې به بازار ته وړاندې شي.

د راپورونو په حواله، نوموړې د خپل نوي پرو‌‌‌‌‌‌ډکشن چې ايټرنل سن شاين پروډکشنز یې نومولی او د شاه رخ خان د پرو‌‌‌‌‌‌ډکشن په همکارۍ جوړېږي خبر ورکړی دی.

‫عالیه بټ د خپل نوي فلم ‌‌‌‌‌‌ډارلنګز د یوې وی‌‌‌‌‌‌ډیو په خپرولو سره خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي : ‌‌‌‌‌‌د یوې پرو‌‌‌‌‌‌ډیوسرې په توګه یې دا لمړی فلم دی چې د شاه رخ د پرو‌‌‌‌‌‌ډکشن په مرسته یې جوړوي ‬.

‫هغې دغه راز زیاته کړې چې د فلم کیسه یې ‌‌‌‌‌‌ډېره ښکلې ده او خوشحاله ده چې یاد فلم کې مرکزي اداکارې رول لوبوي‬.

‫له نوموړې سره په دغه فلم کې شيفالي شاه، ويجى ورما او روشن ميتيو هم کار کوي.‬

‫عالیه بټ د بالیوو‌‌‌‌‌‌ډ سینما ځوانه تکړه اداکاره ده، له دې وړاندې یې هم په ‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر فلمونو کې کار کړی چې د مینوالو له تود هر کلي سره مخ شوي.‬

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب