پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکابل کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې درې ملکیان وژل شوي

کابل کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې درې ملکیان وژل شوي

تاند(دوشنبه، د حوت ۱۱) د کابل د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې د ملي امنیت ۰۱ قطقې تېره شپه په یاده سیمه کې شپني عملیات کړي دي چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

د سیمې خلکو د وژل شویو کسانو جسدونه د کابل- کندهار لویې لارې ته راوړي دي او له حکومت څخه د دغې پېښې د سپیناوي غوښتنه کوي.

دوی وایي چې وژل شوي کسان ملکیان دي او له هیڅ کومې وسله والې ډلې سره یې تړاو نه درلود.

امنیتي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړي ځل نه دی بلکې له دې وړاندې هم څو څو ځله ورته پیښې تکرار شوي دي.

عام خلک وایي چې د دواړو خواوو نه زیات زیان ملکیانو ته اوړي خو افغان حکومت بیا ادعا کوي چې دوی د ملکي وګړو ژوند ته زیاته پاملرنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...