شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد امریکا دوو پخوانیو دفاع وزیرانو له افغانستانه د پوځیانو له ایستلو...

د امریکا دوو پخوانیو دفاع وزیرانو له افغانستانه د پوځیانو له ایستلو سره مخالفت وکړ

تاند(دوشنبه، د حوت۱۱) د امریکا د متحدو ایالتونو دوه پخواني دفاع وزیران وايي، ولسمشر جو بایډن ته به سپارښتنه وکړي چې د مې د لومړۍ نېټې ضرب الاجل ته له پامه پرته له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو موده اوږده کړي.

د بارک اوباما د حکومت له لومړیو وختونو دفاع وزیر او د ډونالډ ټرمپ د حکومت وروستي دفاع وزیر په دوو جلا مرکو کې له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو سره مخالفت وکړ.

مارک ایسپر، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د دفاع وزیر و او د نوومبر د ولسمشرۍ تر انتخاباتو لږ وړاندې له دندې لېرې کړای شو، د بروکینګز انستیتیوت له شناند مایکل او هنلان سره په مرکه کې له افغانستانه د پوځیانو له ایستلو سره مخالفت وکړ؛ ویې ویل، له طالبانو سره د خبرو په نتیجه کې د خواکونو د ایستلو مسله له یو لړ شرطونو سره تړلې وه چې طالبانو دا شرطونه نه دي عملي کړي.

ده زیاته کړه«موږ په صداقت خپلې ژمنې عملي کړي، خو دا به بې انصافي نه وي چې ووایو طالبانو نه دي عملي کړي.»

ایسپر ټینګار وکړ چې طالبانو هیڅ کلیدي شرط نه دی عملي کړی، لکه د تاوتریخوالي کمېدا، په ښه نیت د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې او له القاعده سره د اړیکو یو مخ پرې کول.

ایسپر زیاته کړه چې دی د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې ۲۵۰۰ ته د امریکايي پوخیانو د شمېر له کمولو سره مخالف و او دې کار پر طالبانو د امریکا د فشار اغېز کم کړی دی.

«کله چې زه دفاع وزیر وم، په پای کې مې دا په زغرده وویل، زما په نظر موږ باید تر هغو چې شرطونه عملي کېږي باید په افغانستان کې د پوځیانو شمېر تر ۴۵۰۰ لږ نه کړو.»

ایسپر وايي، ټرمپ د ځواکونو په ایستلو بایډن له سخت حالت سره مخامخ کړی دی. موږ باید دا یقیني کړو چې افغانستان د تروریستانو پر خوندي مرکز نه بدلېږي.»

د بارک اوباما د حکومت د لومړیو وختونو دفاع وزیر رابرټ ګېټس، چې په ۲۰۰۹ م کال یې له مرستیال ولسمشر جو بایډن سره افغانستان ته د اضافي ځواکونو د لېږلو پر سر شخړه کړې وه، ټینګار کوي «د امریکا لپاره لږ بد دریځ دا دی چې خپل پوځیان تر هغو ونه باسي چې طالبان په دې پوی شي چې که د سولې په اړه جدي ونه اوسي نو امریکا خپل پوځیان نه باسي.»

ګېټس له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل «زما نظر دا دی چې ولسمشر (بایډن) داسې ګامونه اخیستي چې ممکن پاتې ځواکونه د مې تر لومړۍ ونه باسي، زما په ګومان په افغانستان کې به زموږ او ناټو همدومره پوځیان د اوس لپاره پاتې شي او ښايي تر دې لږ ډېر هم شي.»

ده زیاته کړه «موږ اوس شاوخوا ۲۵۰۰ پوځیان لرو، باید دا شمېر پوځیان تر نامعلوم وخت پورې پاتې شي، لږترلږه تر هغه وخته چې طالبان په دې پوی شي چې داسې نه ده چې که موږ وځو نو د دوی لاس به خلاص وي چې هر څه یې زړه غواړي.»

اکثره اوسني او پخواني امریکايي چارواکي او د ناټو مشران وايي چې طالبانو د ۲۰۲۰ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې شرطونه عملي کړي نه دي او دا ډله فکر کوي چې وخت به ووژني چې نړیوال ځواکونه ووځي او د جګړې له لارې ټول افغانستان ونیسي.

د طالبانو له لوري د قطر په بین الافغاني خبرو کې د ځنډ راوستل او خبرو ته نه لېوالتیا سبب شوې چې لوېدیځوال د طالبانو پر نیت شکمن شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب