شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر د لوی څارنوال فرید حمیدي استعفاء ومنله

ولسمشر د لوی څارنوال فرید حمیدي استعفاء ومنله

تاند ( سې شنبه، د کب ۱۲) راپورونه وایي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د لوی څارنوال فريد حميدي استعفاء منلې ده.

فرید حمیدي په ۱۳۹۵ لمریز کال کې له ولسي جرګې د باور رایه واخیسته او د افغانستان د لوی څارنوال په توګه وګومارل شو.

نوموړي له شاوخوا پنځه کلونو دندې وروسته تېره ورځ خپل استعفا لیک ولسمشر غني ته ولېږه او ولسمشر یې هم استعفاء منلې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي، د لوی څارنوال فرید حمیدي استعفاء د ولسمشر له لوري منل شوې ده.

د مینه پال په وینا، ښاغلي حیمدي د شخصي او کورنیو ستونزو له امله استعفا‌ء وړاندې کړې ده.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې ولسمشر د ښاغلي حمیدي دخدمتونو د درناوي ترڅنګ د هغه استعفاء ومنله.

د لوی څارنوال فرید حمیدي استعفاء داسې مهال ده چې دې وروستیو کې د افغانستان لویې څارنوالۍ له لوري یو شمېر لوړ پوړي چارواکي د فساد په تور په نغدي جرېمو او بند محکوم شول او دا چاره خلکو له هرکلي سربېره؛ فساد سره د مبارزې برخه کې د افغان حکومت لاسته راوړنه بلل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب