شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+کلتورونه او سمونې؛ څه وکړو؟

کلتورونه او سمونې؛ څه وکړو؟

بخت مرجان بختیار

کلتور د یو ملت هویت او پېژندګلو ده؛ یوعکس یا ښه ده چې ووایو ویډیو ده، چې یو ملت راته ښیي او له نورو یې راته بېلوي. کلتور د یوې ټولنې یا یوه ملت شخصیت دی. موږ په ټولنه کې یو انسان له بل انسان څخه د هغه د شخصیت پر اساس بېلوو. چلندونه مو هم ټول د هغو شخصیتونو له مخې دي، چې خلک یې لري. له ماشوم سره یو ډول چلند کوو، له لوی کس سره بل ډول؛ له ښځې سره یو خېل، له نر سره بل، له مور سره یو رنګ، له مېرمنې سره بل ډول… یعنې موږ له نورو سره د هغه کردار پر اساس چلند کوو، چې دوی موږ ته راښودلی دی. په دې کردار کې د نورو انسانانو خویونه، خصلتونه، خواص، ارزښتونه، انګېرنې، کږنې، عقیدې، فکرونه او…نور ډېر اړخونه راځي؛ د دې ټولو اړخونو ټولګې ته یې موږ شخصیت وایو او کله چې د یوه ملت یا یوې ټولنې په اړه دا ټول موارد سره راټول کړو، دا بیا د ټولنې یا ملت شخصیت دی، چې کلتور، کلچر یا فرهنګ یې بولو.

لکه څرنګه چې د یوه انسان شخصیت له نورو بېل دی، همدغسې د یوې ټولنې شخصیت هم له نورو ټولنو سره توپیر لري؛ یعنې هره ټولنه کلتور لري او دا کلتور یې له نورو بېل وي؛ همدا بېلوالی د دې لامل کېږي، چې موږ یوه ټولنه وپېژنو او یا د یوې ټولنې وګړی د بلې هغې له وګړي سره توپیر کړلای شو؛ خو دا توپيرونه په دې مانا نه دي، چې یوه ټولنه دې په ټوله مانا له بلې هغې بېله وي. موږ که د فرد شخصیت ته هم ځیر شو، هیڅ کس داسې شخصیت نه لري، چې هغه سل سلنه له نورو انسانانو بېل وي. د هر انسان شخصیت په هغې ټولنه کې له نورو انسانانو اغېزمن وي او د نورو له شخصیتونو سره ګډ اړخونه لري. هر انسان هڅه کوي، چې د نورو کسانو شخصیتونه مطالعه کړي؛ ویې سنجوي، له بدو اړخونو یې ځان وساتي او ښه هغه یې خپل کړي. یو نمونه شخصیت هله خپلېږي، چې په همدې فورمول کار وشي.

د یوه ملت یا ټولنې کلتور باید کټ مټ همدغسې وي. نورې ټولنې باید مطالعه شي. د هغوی د کلتور پر جز جز باید غور وشي. کوم اړخونه چې یې رنګینې لري، باید خپل کلتور ته را داخل شي او کوم چې یې سم نه دي، باید ډډه ترې وشي. البته مهمه دا ده، چې د خپل کلتور رنګین اړخونه وساتل او وپالل شي؛ یعنې که د یوه مورد لپاره په خپل کلتور کې یو ښه اړخ وي، نو د هغه ملت یا ټولنې وګړي ته نه ده پکار چې خپل رنګین اړخ ورته وغورځوي او د بلې ټولنې هغه ومني او وپالي.

لرغونو ایرانیانو به د کال تر ټولو ستره شپه، چې یلدا یې بولي او د ژمي په پیل کې راځي، په ډېر خوند، مجلسونو او مېلمه پالنو رڼه کوله. یلدا د سریاني ژبې کلمه ده او د زېږېدو مانا لري. دوی باور لاره، چې په دې شپه لمر بیا ځلي زېږي او په اصطلاح نوره رڼایي هم زېږوي؛ ځکه له دې شپې وروسته ورځې سترېږي او لمر د نورو ورځو په اندازه ورو ورو یو څه ډېر وخت ځمکه روښانوي. دا په ایران کې د خوند شپه وه او تر راتګ وړاندې به خلکو تیاریانې ورته نېولې. دا چې دا یو ښه دود و او خوښۍ ته یوه بهانه وه، نو د ازبکستان، تاجکستان، اذربایجان او یو څه د افغانستان شمالي اوسېدونکو هم خپل کړ او تر ننه د یلدا شپه لمانځي او مجلسونه پکې کوي. یا لکه نن چې د نړۍ په ډېرو کلتورونو کې د بېلابېلو ورځو کلیزې تلینونه او یادغونډې نېول کېږي.

کلتورونه باید په ښو او مناسبو اړخونو کې له نورو ټولنو سره مشترکات ولري او نړۍ چې څومره مخ پر ودې ځي، په هماغه اندازه د کلتورونو رنګین او ښه اړخونه یو او بل ته سره ورځي. د تکړه ملتونو کار دا وي، چې د خپل ملت د کلتور رنګین اړخونه په پراخه کچه پالي او دومره یې ځلوي، چې نورې ټولنې یې ترې واخلي.

زموږ پښتون کلتور داسې ډېرې رنګینۍ لري، چې د نورو ټولنو کلتورونه یې نه لري. موږ د پنځلسي په نوم یوه شپه لرو، له ډېرو پخوا زمانو راهیسې زموږ په کلتور کې د برات شپه په ډېر خوند او خوښۍ نمانځل کېږي. دا تر کوچني اختر یوه نیمه میاشت مخکې، یعنې د شعبان میاشتې پنځلسمه ده. پخوا وختونو کې به په دې شپه د پښتنو په اکثر سیمو کې خوندور مجلسونه کېدل. پېغلې به سره راټولېدې، د یوې بوډۍ کور به یې سره ټاکه او شپه به یې په بېلابېلو لوبو او سندرو رڼوله. ځوانان او ماشومان به په یوه مخصوصه سندره کور په کور ګرځېدل او د مجلس لپاره به یې مواد ټولول، چې پاخه یې کړي، اتڼ ورته وکړي او مېلې پرې وکړي.

همدا راز په پښتنو کې له ډېرو پخوا وختونو راهیسې د کوچني او لوی اختر په پرونۍ شپه د غرونو پر سرونو او د کورونو مخې ته اورونه لګول کېږي؛ نجونې ورته دریاوې وهي او هلکان اتڼونه کوي. پخوا وخت کې به پښتنو کې ځېرکو بوډاګانو میاشت لېده او دا به یې ترې معلوموله، چې سبا ورځ د اختر ده او که نه ده، چې معلومه به شوه، نو ځوانانو ته به یې وویل، چې د نورو لرې پرتو کلیو د خبرونې لپاره د غرونو پر سرونو اورونه ولګوي او د توپ ډزې وکړي. همداسې به کېدل، بیا به نو په هماغه شپه د پښتنو ښارونه، کلي، باڼډې، غرونه او رغونه خوښیو واخیستل او اختریزې خوښۍ او نغمې به پیل شوې.

پښتون کلتور کې به په کوچني اختر کې درې او په لوی اختر کې اووه ورځې خوښۍ کېدې؛ ښځو او نرانو به ټالونو کې زانګل، پښتون کلتور کې به چې کوم کور کې ماشوم پیدا شو، درې ورځې به یې مېلې روانې وې؛ نجونو به سندرې کولې او حجره به له مېلمنو ډکه وه. پښتو کلتور کې به د هرې نوې میاشتې په راپورته کېدو یو ډول خوښي کېده، کال خو بېله خبره ده.

د کلتور د رنګینو برخو په دومره کچه ساتنه او پالنه پکار ده، چې د نورو ټولنو کلتورونه هم ترې اغېزمن شي. زموږ د کلتور ډېرې رنګینې برخې د دین په نامه تنګ نظرو کسانو رانه ووژلې. د نوي کال ورځ لرو، چې له ډېرو پخوا زمانو راهیسې به اریایانو د پسرلي راتګ ته خوښۍ کولې. دا چې دې فصل ځمکې زرغونولې، خواړه یې ورکول او موسم یې ورته ښکلی کاوه، نو په دې  خوشحالۍ کې به یې جشنونه کول، وزلوبې، اورلوبې، اتڼونه او نورې مېلې به کېدلې. اوس د اختر شپې له اورونو را نېولې، تر پنځلسیه، تر نوي کاله ټول په یو نا یو شکل کم رنګي کېږي، بې خونده کېږي او بالاخره مري.

د کلتور د پالنې او نه پالنې معیار ګټه او تاوان نه دی؛ بلکې خوند، رنګینۍ او بې خوندي او بې رنګي ده. د کلتور کوم اړخونه چې خوندونه او رنګونه پاشي، ساتنه یې پکار ده او کوم چې یې ویرونه او بې رنګي خوروي، ختمول یې پکار دي. د دې فورمول بیا خصوصا په افغانه او پښتنه ټولنه کې ځکه تطبیقول پکار دي، چې موږ لسیزو لسیزو جګړو ځپلي یو او خوندورو او رنګینو ورځو ته اړتیا لرو.

هندوان د ناوې او زوم پر تندي سوندور وهي، د وریځو تر منځ خو تقریبا هر هندو یو رنګین خال ږدي، د هولي په ورځ د رنګونو لوبې کوي او پاشي یې. همدا راز د نړۍ په تقریبا ټولو هېوادونو کې عیسوي کال په ډېرو شانداره مراسمو نمانځل کېږي. د دې یوه دود په هکله هم څوک دا نه پوښتي، چې ګټه یې څه ده. ګټه یې خوندونه، خوښۍ او رنګینۍ پاشل دي. نفرت، کرکه او شومتیا ختمول دي. موږ ولې لا هم خشن طبعیته او جګړه ییز فکر لرو، یو ستر لامل یې دا دی، چې په کلتور کې موږ ټولې رنګینې برخې په بېلابېلو بهانو ختمې کړې. یا مو بې ځایه او بې ګټې وبللې او یا راته د ګنا په بڼه را وپېژندل شوې.

زموږ په کلي کې یوه ملا د کلي هلکان په دې خبره د اختر شپې له اورونو بلولو منع کړي ول، چې دا د هندوانو کلتور دی. حال دا چې هندوان خپل مړی په ځانګړې عقیدوي بڼه په اور سوځوي او موږ همدا اورونه په هیڅ عقیدوي بارو نه بلوو. پر مخینه خو مو یې مخکې خبره وکړه.

د پښتون کلتور دا او دې ته ورته رنګین اړخونه خو لومړی په دین پورې تړلي نه دي. که بیا په پخوا وختونو کې ځینې مېلې په عقیدوي لحاظ هم شوې وي، اوس وخت کې یې څوک په دې بارو نه نمانځي، چې ګواکې دا عبادت دی. د حدیث شریف مفهوم دی، چې د انسانانو ټولې کړنې د دوی په ارادو یا نیتونو پورې اړه لري، چې د یوه کس نیت عبادت نه وي، نو د خوښۍ ذریعه ولې پرې بنده شي او کلتور یې ولې ختم شي. دا خو خپله یو ډول کلتوري یرغل دی، چې پر پښتون کلتور د کم علمه دیني کسانو له خوا شوی دی.

دا اوس نوی نوی زموږ په کلتور کې یو بل مورد راپورته شوی، په خوست کې هر کال د پسرلي په راتګ سره د زرغون خوست په نوم د نیالګیو نالولو مېله کېږي، هم پکې خلک راټولېږي، هم خوښۍ کوي او هم  وطن زرغونوي، دغسې د نوي کال مېله هم وه او ده. دا اړخونه په نورو ملتونو کې پالل کېږي او تر دې کچې تبلیغ ورته کېږي، چې حتا پر نورو ټولنو یې هم مني.

موږ واقعا له کلتوري یرغل سره مخ یو. زموږ د پښتون او افغان کلتور کوم رنګین اړخونه چې دي، تقریبا ټول یې په یو نه یو ډول وننګېدل؛ خو کوم چې وهم اچوونکي، انسان خوړونکي او ملت ماتوونکي دي، لا هم پالل کېږي.

د پښتنو په ډېرو لرې پرتو سیمو کې دې چې خولۍ پر سر نه وي او د کلي په منځ تېرېږې، یا دې موټر کې لږ په لوړ اواز سندره چالان کړې وي، د کورونه پر مخه تېر شې او هغه مازې واورېدل شي، خلک درپسې چیغه راباسي او وژني دي. همدا کسان چې زموږ د کلتور رنګین اړخونه یې تحریم کړل، تر اوسه یې په دې اړه له خولې سپڼ هم ونه ووت، چې په سندره چالانولو او له خولۍ پرته په کلي کې پر مزل کولو خو په اسلام کې قتلونه نه‌شته.

لرغونو عربانو په کور کې لوڼې لرل بده خبره ګڼله او ژوندۍ یې خښولې. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر راتګ وروسته یې دا کلتور ختم کړ او تر ننه نه‌شته. لرغونو هندوانو کې دا رواج و، چې که له کومې ښځې به مېړه مړ شو او کونډه به شوه، نو دې به خلکو ته د مینې د ثبوت لپاره په خاوند پسې ځان په اور کې سېځه؛ خو نن چې یې پرمختګ وکړ او فکرونه یې راڼه شول، دا کلتور یې ختم کړ. په لرغوني یونان کې حتا د ټرای غوندې مهمه جګړه د یوې نجلۍ پر سر پېښه شوه؛ چې د وژل شویو انسانانو پکې شمار نه کېده او ښارونه یې پکې ونړول؛ خو دې هماغه یونان او روم د نړۍ له اسمان سره غږېږي او پوهېږي، چې دوی دا هر څه د حماقت له امله کول.

موږ په خپل کلتور کې داسې سلګونه نمونې لرو، چې هم مو په تاوان دي او هم زموږ حماقت ښیي؛ خو لا یې هم پالو او برعکس په سلګونو نمونې لرو، چې ژوند او له ژوند سره مینه را زده کوي؛ خو په یوه او بله بهانه یې له پامه غورځوو او بالاخره د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب