Homeخبرونهسیګار: د امریکا ملیاردونه ډالر د افغانستان لپاره د ودانیو په جوړولو...

سیګار: د امریکا ملیاردونه ډالر د افغانستان لپاره د ودانیو په جوړولو ضایع شوي

تاند(سې شنبه، د حوت۱۲) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش وايي، د امریکايي مالیه ورکوونکو په ملیاردونو ډالرو په افغانستان کې جوړې شوې ودانۍ او تاسیسات ویجاړ شوي دي.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، سیګار یا د افغانستان د بیارغونې د سرمفتش دفتر د دوشنبې په ورځ په خپل یوه راپور کې وویل چې له ۲۰۰۸ م کال راهیسې امریکا په افغانستان کې د ودانیو یا نقلیه وسایطو په رانیولو شاوخوا ۸ ملیارد ډالره لګولي چې تر ۲ ملیارد ډالره ډېر یې ضایع شوي دي.

د دې راپور پر اساس په هغو پروژو کې چې کار ورڅخه اخیستل شوی یوازې د ۳۴۳ ملیون ډالرو په ارزښت جایدادونه روغ پاتې دي.

د سیګار د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (یوایس ایډ) لږترلږه د یوې ودانۍ د جوړولو لګښت ورکړی چې اوس هیڅ یوه د کار وړ نه ده.

راپور زیاتوي، پینتاګون یا د امریکا دفاع وزارت په جلال اباد کې د افغانستان د ملي پولیسو د ښځو پر کمپلیکس ۶ ملیونه او ۷ لکه ډالر لګولي چې هیڅکله ورڅخه کار نه دی اخیستل شوی او ښايي هیڅکله هم ورڅخه کار وانخیستل شي.

راپور زیاتوي، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې په هرات کې یو ښوونځی ترمیم کړ خو لا هم ډېر کار ته اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د موبایل ټېلفون د کیفیت د ښه کېدو لپاره پر برجونو تر ۷ ملیون ډالره زیاتې پیسې لګولي خو دې ته یې پام نه و کړی چې د دغو برجونو د ساتنې لپاره هم پیسې پکار دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...