شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد راشدخان په نه شتون کې د افغانستان او زیمبابوې ټیسټلوبه

د راشدخان په نه شتون کې د افغانستان او زیمبابوې ټیسټلوبه

تاند(سې شنبه، د حوت۱۲) د افغانستان او زیمبابوې ټیستلوبه به نن غالباً د نامتو لوبغاړي راشد خان له ګډونه پرته پیل شي.

ګڼو نړیوالو رسنیو د دې مسابقې په اړه خبرونه خپاره کړي او اصلي توجه یې دې ته اړولې چې راشدخان به په دې مسابقه کې برخه ونه لري.

د راشد خان د ښي لاس ګوته تېره اوونۍ د پاکستان د غوره لیګ د سیالیو په ترڅ کې ژوبله شوه او لا هم ښه شوي نه دي.

د فبرورۍ په ۲۲ د کوټې ګلادیاترز سره په سیالۍ کې د کریس ګیل په شات د راشد خان ګوته ژوبله شوه. په همدې سیالۍ کې کریس ګیل د راشد خان له لوري وسوځول شو.

راشد خان د لاهور قلندر لوبډلې لپاره په دوو سیالیو کې ګډون وکړ.

په سیالیو کې د راشد خان ګډون یا نه ګډون په نړۍ کې د کرکټ د مینه والو لپاره خورا مهم دی. راشد خان د کرکټ د مینه والو په منځ کې په نړۍ کې تر ټولو ډېر پلویان لري.

هندوستان ټایمز او کریک انفو ویلي چې راشد خان حاضردمه په متحده عربي اماراتو کې تر درملنې لاندې دی او لا نه دي ویلي شوي چې ایا د نن ورځې په سیالۍ کې به برخه واخلي او که وانخلي.

ویل کېږي چې ظاهرخان به، چې هغه هم د راشدخان په شان سپینر دی، د راشدخان پر ځای ولوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب