Homeخبرونهبریتانیا له افغان پوځ څخه د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ

بریتانیا له افغان پوځ څخه د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ

تاند (شنبه د حوت ۹) ولسمشر محمد اشرف غني د بریټانیا له لومړي وزیر بوریس جانسون سره ټلیفونې خبرې کړې.

ارګ د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي، په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د افغانستان او برېتانیا د اړیکو د پراختیا او سولې پروسې په هکله بحث او خبرې وکړې.

په دغو خبرو کې د برېتانیا لومړي وزیر د افغانستان سولې پروسې، د سولې روانو هڅو لپاره د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هېواد د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې دواړو لوریو د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او د سولې پروسې پر راتلونکو ګامونو یې د خبرو تر څنګ په افغانستان کې پر تلپاتې اوربند هم ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...