جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان پلاوي طالبانو ته د اوربند وړاندیز کړی

افغان پلاوي طالبانو ته د اوربند وړاندیز کړی

تاند ( شنبه، د کب ۹)  یو شمېر سرچېنې وایي، قطر کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د تېرې شپې ناسته کې افغان پلاوي طالبانو ته د اوربند وړاندیز کړی دی.

د سرچېنې په وینا، د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ ناسته کې د دولت لوري د اوربند موضوع وړاندیز کړې ده.

دوحه کې د افغان دولت یو مرکچي پلاوي سرچېنو ته ویلي چې دغه ناسته تېره شپه د دواړو لوریو د تماس ډلو د غړیو ترمنځ ترسره شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په تر سره شوې ناسته کې د دوی له لوري د اوربند موضوع وړاندیز شوې خو وایي، طالبانو لا هم خپله موضوع د بحث لپاره نه ده مشخص کړې.

د سرچینې په باور دوحه کې به د دواړو لوریو ناستې دوام ولري.

د حکومت د مرکچي پلاوي دې غړي دا هم ویلي چې اوس امید واري پیداشوې خو په دې شرط که مذاکرات دوام پیداکړي.

خو بل لور ته د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ بیا وړمه ورځ د روسیې سوپتینک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې تراوسه پورې د دواړو خواوو مرکچیان لا دې پړاو ته نه دي رسېدلي چې پر اوربند خبرې وکړي.

هغه ویلي وو «موږ اوس پر هغو موضوعاتو خبرې کوو چې باید د خبرو په اجنډا کې یې شاملې کړو؛ یعني پر کومو موضوعاتو باید موږ خبرې وکړو…»

دا په داسې حال کې ده چې له اوږده ځنډ وروسته د روانې کب میاشتې په ۴مه د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو پلاوو د مشرانو او ځینو غړیو ترمنځ په دوحه کې لومړۍ ناسته شوې وه.

په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د ترسره شوې هوکړې له مخې، باید بهرني ځواکونه د می میاشت تر پایه له افغانستانه ووځي او بدل کې به یې طالبان تاوتریخوالی کموي چې داسې ونه شول او تاوتریخوالي لا هم زور واخیست.

ناټو هم د وزیرانو په غونډه کې د امریکا په ګډون د بهرنیو پوځیانو وتل وځنډول او د سولې د مذاکراتو تر پرمختګ یې مشروط کړل.

اوس باور دا دی چې طالبانو باندې باندنیو فشارونو دوی مذاکراتو ته اړ کړل او افغان حکومت سره به بین الافغاني مذاکرات تر سره کوي.

دا چې د یادو مذاکراتو پایله به څه وي او امریکا یا ناټو به د پوځیانو د وتلو په اړه څه پرېکړه کوي هغه پوښتنه ده چې وخت به یې ځواب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب