Home+نظام، دولت، حکومت| ذاکر کبیر ابراهيمي

نظام، دولت، حکومت| ذاکر کبیر ابراهيمي

①نظام:
 سیستم+ قانون. یانې چې نظام د یو هېواد په داخل کې د سیستم او قانون څخه عبارت دی.
②دولت:
دولت هغه ارګان دی چې د ټولنیز نظم د تنظیم او د خلکو د هوسا ژوند جوړلو په موخه رامنځ ته شوی وي او د څلورو ځانګړو فکتورونو درلودونکی وي.
¹ نفوس.
² عالي حاکمیت.
³ قلمرو.
⁴ حکومت.
③حکومت:
حکومت په لغت کې حکم کولو او واک چلولو ته وایي خو په اصطلاح کې په درېیو بېلا بېلو معناوو کاریږي.
¹ واکمنان یا واک چلوونکي: په دي معنا کې حکومت هغه شخص یا اشخاصو ته اشاره کوي چې د واک چلونې عمل تر سره کوي.
² اجرایوي ځواک: په دې معنا کې حکومت د نورو ځواکونو په مقابل کې یوازې پر اجرایوي ځواک اطلاق کیږې.
³ دري ګونې ځواکونه: په دې معنا کې حکومت د دولت درېګونو ځواکونو ته ویل کیږې لکه قضایه ځواک، اجرائیه ځواک او مقننه ځواک.
حکومت د دولت یو له تشکیلوونکو عناصرو دی، چې بې له حکومت څخه دولت نشي جوړیدای او هر دولت د ځانګړي حکومت درلودونکی دی.
یا هم حکومت د دولت اجرائیوي ارګان دی چې د دولت داخلي او بهرنۍ پالیسۍ پلي کوي.
همدارنګه په ټولنه کې د ټولو قوانینو پلي کول هم د حکومت دنده ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...