جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د راشد په نشتون کې لاهور قلندرز لومړۍ ماتې وخوړه

د راشد په نشتون کې لاهور قلندرز لومړۍ ماتې وخوړه

تاند( شنبه، د حوت ۹) د پاکستان غوره ليګ پي ايس ایل سیالیو په اوومه لوبه کې ملتان سلطان لوبډلې د راشد اړوند لاهور قلندرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا د راشدخان له نشتون وروسته د لاهور قلندرز لومړۍ ماتې  او د سلطان ملتان لومړۍ بریا ده.

د لوبې پيل لاهور قلندرز لوبډلې وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو يې په پوره شل اورونو کې د محمد حفیظ د ۶۰ منډو پر مټ مقابلې لوبډلې ته د ۱۵۷ منډو هدف ورکړ.

ملتان سلطان لوبډلې ټاکل شوی هدف د محمد رضوان د ۷۶ او د مقصود د ۶۱ ناسوځېدولو منډو پر مټ  د لوبې په ۱۷م اور کې پوره او د درېو لوبغاړو په سوځېدو یې لوبه وګټله.

دا په یاد لیګ کې د ملتان سلطان لوبډلې له دوو پرلپسې ماتو وروسته لومړۍ بریا وه چې تر لاسه یې کړه.

یاده دې وي چې لاهور قلندرز بیا له دې وړاندې خپلې دوه لوبې ګټلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب