جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د وسله وال پوځ ارزښت، افغان وسله وال ځواک او پر وړاندې...

د وسله وال پوځ ارزښت، افغان وسله وال ځواک او پر وړاندې يې د دښمن توطیې

ليکوال: نقيب شفق
معمولاَ د هېوادونو ترمنځ ځواک ښودنه او یو پر بل برتري د پر ځان بسیا اقتصاد ترڅنګ د خپلو پوځي او نظامي تجهیزاتو، توپ، ټانک، جنګي الوتکواو بېړیو، پرمختللو وسلو، روزل شویو دفاعي سرتېرو او ورته نورو جګړیزو وسایلو له مخې وي. که څه هم ځینې هغه هېوادونه، چې په سیمه او ګاونډ کې له کومې ځانګړې امنیتي ویرې سره مخ نه وي، ډېر تمرکز د حکومتولۍ پر نورو برخو لري؛ خو په ټوله کې د نننۍ نړۍ هېوادونه حتمي په یو ډول داخلي او بهرني دښمنان او رقیبان لري او له دوی سره د چلند او سیالۍ د پام وړ ساحه پوځي هغه ده. روسیه او امریکا، چې د نړۍ دوه ستر پوځي قوتونه شمېرل کېږي، دواړه هېوادونه په خپلو کې تاریخي دښمۍ لري. عملاُ د سړې جګړې لوبغاړي دي او ډېر کله په مستقیم او غیرې مستقیم ډول یو بل ته خپل نظامي ځواک ښکاره کوي. دوی هر کال بیلیونونه ډالر خپل وسلوال ځواک ته ځانګړې کوي. امریکا په کلني ډول ۷۳۲ بیلیونه او روسیه بیا ۶۵،۱  بیلیونه ډالر پوځي بدودیجه لري.
 چین هېواد، چې د نړۍ دویم ستر اقتصادي ځواک دی او د نړۍ تقریباَ ټول مارکیټونه یې په خپل لاس کې دي، بیا هم د خپل سرسخت سیال امریکا، چې زرګونه کیلومټره په لرې واټن کې ترې پروت دی او تر څنګ یې په ګاونډ کې له هند سره پر پوله د راپورته شوي کړکېچ له وېرې، هره ورځ د خپل ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره پر پوځي او دفاعي ظرفیت لوړونې کار کوي او څرګندوي، چې د ښه اقتصاد ترڅنګ، په پوځي برخه کې هم د پام وړ قدرت لري. چین کې ځینې ازادي غوښتونکي ډلې او خوځښتونه هم وخت ناوخته دغه هېواد ته سرخوږی جوړ کړی، خو چین يې پر وړاندې له پوځي لارې کار اخلي او ځپي یې. د چین کلنۍ نظامي او پوځي بودیجه ۲۶۱  بیلیونه ډالر ده.
پاکستان چې د حکومت داخلي سیستم یې چڼېدلی، حکومتوالي یې ناکاره او تازه یې د بهرنیو پورنو کچه تر ۱۱۵ ملیارده ډالرو هم اوښتې؛ خو لا هم په سیمه کې پوځي قوت دی. د کال ۱۰،۳ بیلیونه ډالر کلنۍ پوځي بودیجه لري، ۹۱۹۰۰۰ امنیتي ځواکونه، ۳۲۰ جنګي الوتکې، ۲۱۸۲جنګي ټانکون، ۱۶۰ اتومي وسلې او د اسیا په کچه د ځواکمنو پوځونو په کتار کې لسم ځای لري.
د پاکستان پوځ او څارګره اداره (ای اس ای) د بلوڅو ازادي غوښتونکو او پښتنو پر وړاندې په بشر ضد جنایتونو هم تورن دي.
بلوڅ بېلتونپال، چې له پاکستانه د بېلتون لپاره مبارزه کوی، ډېر کله د پاکستان د پوځ لخوا په مختلفو شکلونو ځپل شوي، وژل شوي، ورک شوي او هم یې د ژوند له نورو حقوقو بې برخې کړي. اخوا دغه هېواد دېره پښتانه په مختلفو شکلونو ربړوي، وژني، ناردکه کوي او سیمې یې پر ماینونو ور فرش کړي. په دې وروستیو کې د پښتنو حقونو د دفاع په موخه په دغه هېواد کې د راټوکېدلي پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ شمېر فعالان او همفکره پلویان د پاکستان پوځ لخوا په سختو مرګونو ووژل شول او ډېر شمېر یې زندانونو ته واچول او لا هڅه کوي، چې د خپل پوځي ځواک پر مټ دغه غورځنګ  خپ کړي.
پاکستان په سیمه کې له هند سره ښکاره دښمني لري او د کشمیر د لانجمنې سیمې پر سر یې څلور ځلې په خپلو کې مخامخ جګړې کړي او اوس هم په ګډه پوله یو بل ته ګوته په ماشه ناست دي. هند چې په دغه جګړو کې پاکستان له ماتې سره مخ کړی، خو بیا هم د پاکستان له اتومي وسلو په وېره کې دی او د همدې لپاره د اقتصادي ودې ترڅنګ پر پوځې مخته تګ هم ډېر تمرکز لري. هند بیا د پاکستان په نسبت ځواکمن هېواد دي او غښتلی وسلوال پوځ لري. له پوځي اړخه د اسیا په کچه دریم ځواکمن هېواد دی. له څلور میلیونه پورته دفاعي ځواکونه، ۵۹۰ جنګي الوتکې،۴۴۲۶ جنګي ټانکونه او ۱۵۰ اتومي وسلې لري.
دې ته ورته ډېر نور هېوادونه، چې شمېر یې ډېر دی، پر وسلوال پوځ ځانګړې پانګونه کوي او هر یو یې په دې هڅه کې دی، چې د داخلي او بهرني دښمن پر وړاندې په پوځي ساحه کې قوي او برلاسی وي.
افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ځواکمن پوځي حضور درلود او د سیمې په کچه بې ساری و. په وروستیو لسیزو کې یې ښه بېلګه د شهید سردار محمد داود خان او شهید ډاکټر نجیب الله د وخت اردو او وسلوال پوځ و. د شهید ډاکټر نجیب الله له واکمنۍ وړاندې افغانستان ۸۷۰۰۰ ځمکنی او هوایي پوځ درلود؛  خو وروسته دغه شمېر ۴۷۰۰۰ ته راښکته شو.
هغه وخت افغانستان ۴۰۰ الوتکې درلودې، چې تر ۲۰۰ ډېرې یې جیټ طیارې وې او د هوايي پوځ ۷۰۰۰ مسلکي پيلوټان درلودل، چې د سیمې په کچه ځواکمن هوايي پوځ و.
خو کله چې ډاکټر نجیب په شهادت ورسېد، افغانستان د قدرت پر سر د جګړې په ډګر بدل شو، هوايي او ځمکني ځواکونه، ملکي تاسیسات، تاریخي آبدات او د وطن ټوله شتمني د ځینو داخلي جاسوسانو او ګوډاګیانو لخوا د پاکستان او ایران په لمسون ولوټل شوه او د هېواد ځانګړی غرور چې ملي اردو او پوځ و لمنځه ولاړه.
د څو حکومتونو وروسته، کله چې په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې پېښه رامنځته شوه، وروسته یې په افغانستان کې هم نوی حکومت رامنځته او حکومتداري له صفره پيل او کرار- کرار د نړیوالو په همکارۍ مخته روانه شوه.
له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان وسلوال پوځ یو ځل بیا په پښو ودرېد. د هوايي پوځ، ملي اردو، ملي پولیسو، سرحدي پولیسو، ځانګړو پولیسو او نورو تشکیلات رامنځته شو، چې شمېر یې تر ۲ سوه زرو اوړي. د هوايي پوځ په برخه کې افغانستان ۱۸۳ جنګي الوتکې او ۶۸۰۰ تنه پرسونل لري. د ۱۳۹۹ مالي کال ټوله بودیجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ دي، چې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودیجه ده، چې له دې جملې ۲۶ سلنه یې د افغانستان د وسلوال پوځ لپاره ځانګړې شوې.
افغانستان چې د جګړې اوږده کلونه یې تېر او د ګڼو کړاوونو او ننګونو شاهد و او لا هم د یوې نیابتي جګړې ډګر دی، خو سره د دومره تهدیدونو بیا هم د یوه خپلواک نظام او جمهوریت څښتن دی او مهمه یې دا چې پوځي برخه یې نسبت تېرو درې لسیزو ته یو څه په رغېدو ده؛ نو دښمن ددې حالت په ليدو یو وار بیا په رېږدېدو دی او نه غواړي، چې دا پریوتی نظام بیا پر خپلو پښو ودریږي. کله د موقت حکومت طرحې وړاندې کوي او کله هم د کاذبې سولې او معاملې وړاندیزونه. د افغان حکومت او نظام دښمنانو تازه د خپلو روزل شویو غلامانو له ادرسه د افغانستان د وسلوال پوځ پر وړاندې نوې توطیې پر کار اچولي.
ځینې پخواني جنګسالاران او پر جنګي جنایتونو تورن افراد د نظام او وسلوال ملي پوځ د لمنځه وړلو خوبونه ویني. طالب ترهګرو هم په وارـ وار دغه ټکی د نورو په اشاره زم زمه کړ. په حکومت کې دننه د ځینو قومي سیاستوالوخپل سري قومندانان، چې د خړوب سرچینه یې له بهره ده، هم وخت ناوخته  د حکومت ضد فعالیتونه کوي او د عامه وګړواو حتا د امنیتي سرتېرو د وژلو مسئولین دي. د ممبر څخه هم ځینو تش په نامه ملایانو او عالمانو ناوړه استفاده وکړه او په ډېرې سپین سترګۍ یې د نظام او امینتي سرتېرو ضد څرګندونې وکړې؛ خو له بده مرغه حکومت ددې هرڅه په لیدو سره چوپه خوله دی. په ټوله کې ښکاري، چې دښمن له هرې ممکنه لارې خپل شوم هدف ته د رسېدو په هڅه کې دی.
لکه څنګه چې چین، پاکستان او ورته نور هېوادونه د خپل ملي امنیت د ټینګښت او ساتنې لپاره له پوځي لارې کار اخلي او دښمن سر جګولو ته نه پرېږدي؛ افغان حکومت هم باید خپله قهریه قوه په کار واچوي، هر جنګسالار، ټوپکوال او پردیپال چې د حکومت او ملي امنیت ضد فعالیت او د عامه نظم د اخلا سبب جوړېږي، باید په کلکه وځپل شي او بهرنیو بادارانو ته یې له لارې پیغام ورکړل شي.
که له بهره تمویلیدونکې دا ډلې او نامسووله وسلوال همداسې پرېښودل شي او پر وړاندې یې هراړخیز ګام پورته نشي؛ نو خدای مه که د یوې بلې کورنۍ ګډوډۍ، خپلسرۍ او ملک الطوایفي حالت به له امکانه لرې نه وي، چې بیا به پرته له افسوسه بل څه نه وي راپاتې. د افغان ملي پوځ هر سرتېرې ددې خاورې او خلکو د عزت او شرف ساتوونکی او ویاړلی بچی دی. د عسکر دښمن د هر افغان دښمن او پر وړاندې دې یې درېدا د ټولو ملي وجیبه ده.
تل دې وي د افغانستان ویاړلی وسلوال پوځ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب