جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+لومړنی الوت چې ټوله عمله یې ښځې وې

لومړنی الوت چې ټوله عمله یې ښځې وې

تاند(شنبه، د حوت ۹) کام اییر هوايي شرکت، چې اوس په افغانستان کې یوازینی خصوصي هوايي شرکت دی، وايي چې د خپل هیواد او د جنوبي اسیا په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره داسې الوت وکړ چې ټوله عمله یې ښځینه وه.

د چهارشنبې په ورځ له کابل څخه هرات ته د کام اییر ۷۳۷ بوینګ الوتکې پېلوټه ۲۲ کلنه موهادیس میرزايي وه.

د دې الوتکې مرستیال پېلوټه او درسته عمله هم ښځې وې.

په یوټیوب کې د هوايی سفرونو کره کتونکی جوش کاهیلي دې سفر ته وربلل شوی و چې د الوتنې ویدیو واخلي.

ده دا هوايي سفر ډېر ښه او معیاري وباله.

کام اییر حاضردمه یوازې څو اسیايي هیوادونو ته الوتنې لري او اروپا ته د الوت اجازه نه لري خو دا شرکت هیله لري چې ژر به د جرمني فرانکفورت ته د الوت جواز ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب