جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزله دوه درې او له درې څلور ښې دي!| هیله هدایي

له دوه درې او له درې څلور ښې دي!| هیله هدایي

له دوه درې او له درې څلور ښې دي! یو ګنګس کوونکی نوم ښکاري. څرنګه چې نوم ګنګسوونکی دی تر هغه یې زیاته د ټاکلو موخه مبهمه ده. یاد عنوان له یوه څخه د زیاتو وادونو په هکله د لیکنې لپاره غوره شوی. له یوه څخه د زیاتو وادونو کول اوس په یوه داسې بحث اوښتی چې باید تر یوې علمي کتنې لاندې ونیول شي ځکه ورځ تر بلې دا ډېرښت منونکې چاره په کورنیو واحدونو کې د تاوتریخوالي او ویجاړتیا سبب ګرځېدلی او که چیري له قانوني او اسلامي اړخه دا موضوع په کره توګه ونه څېړل شي نو کولای شي د هېواد په کچه په یوه ناورین واوړي. موږ تل د یوې پښې د اوج په ټکي فکر کوو خو دا هېروو چې د دې پېښې د پیل ټکی څه وو او کوم څه د دې سبب شول چي یاده پېښې تر دې لوړوالي پوري ورسیږي همداسي زموږ د ټولنې ډېری لویې پېښې او ناخوالې په لومړي ځل په لویه کچه نه دي رامنځته شوې بلکې لومړی د ټولنې جوړښتیز واحدونه (کورنۍ) د ناوړه بنسټونو پر اساس ویجاړې شوې چي ورو ورو د ټول هېواد په کچه د ناخوالو د رامنځته تګ جوګه ګرځېدلې. نو دا چې کورني واحدونه د یوې ټولنې تر ټولو ارزښتمنه پانګه ده نو اړینه ده چې تر هر څه وړاندې د هغوی د سمون لپاره د پام وړ چارې سرته ورسیږي. په دې لیکنه کې هم د یوه څخه د زیاتو وادونو د رامنځته کېدو، د هغوی په شرعي او قانوني څرنګوالي او له دې چارې څخه د رامنځته کېدونکو زیانونو په هکله له اسلامي، قانوني او علمي اړخه کتنه شوې.

ترټولو لومړی زموږ په فکر کې دا مسئله انګازې کوي چي ولې یو نارینه له یوه څخه د زیاتو وادونو تمه لري او په خپل ژوند کې دې چارې ته عملي بڼه ور اغوندي. دلته مشخص نه بلکې ګڼ شمېر لاملونه دي چې یو نارینه دې ته هڅوي ترڅو له یوه څخه زیات وادونه وکړي خو موږ له هغو ګڼ شمېر لاملونو څخه په ځینو بنسټیزو لاملونو رڼا اچوو. لومړی دا چې ډېری نارینه د دې بېلګه وړاندي کوي چي پیغمبر(ص) په خپل ژوند کې له یوه څخه د زیاتو وادونو چاره ترسره کړې او دا کړنه د اسلام له اړخه په بشپړه توګه روا او ثواب لرونکی کار دی. دوهم، سړی ډېری وخت د نارینه اولاد د نه لرلو له کبله د دوهم واده کول د اړتیا په توګه څرګندوي. دریم، له مېرمنې سره د ښو اړیکو د نه لرلو له کبله له یوه څخه د زیاتو وادونو کول هم د دوی له اړخه یوه معقوله شونتیا بلل کیږي. د دې پلمو په نظر کې نیولو سره یو نارینه له یوه څخه د زیاتو وادونو کولو ته مخه کوي او خپلې بې منطقې چارو ته مشروعیت ور بښي.

د لیکنې په دې برخه کې غواړو چې پورتني ذکر شوي لاملونه له علمي او منطقي اړخه وڅېړو چي آیا دا لاملونه د یوه نارینه له یوه څخه د ډېرو وادونو کولو په برخه کې مناسب دلیلونه دي او یا یوازې یوې مبزولې چارې ته د سپېڅلي نوم ورکول دي. ډېری نارینه دا مسئله په اتوماتیکه توګه له اسلام سره تړي او د محمد(ص) له سنتو څخه یادونه کوي، دلته باید یو څو ټکو ته اشاره وشي:

لومړی اسلام د سوره نساء په بېلابیلو آیتونو کې ویلي چي د یوه معقوله شرعي عذر پر بنسټ باید بل واده ته مخه شي چي په هغه کې کولای شو طلاق شوی کس، کونډ یا کونډه او دې ته ورته حالتونو یاد کړو. دا هغه حالتونه دي چي دوهم واده له منطقي اړخه هم روا ګرځوي او ټولنیزه او کورنۍ اړتیاوې هم بشپړوي خو کله چې یو نارینه د خپل دوه ورځیني شهوت او هوس پوره کولو لپاره د خپلې لومړۍ مېرمنې او ورسره د خپل ټول کور ژوند له خاورو سره خاوري کوي نو هیڅکله اسلام د دې اجازه نه ورکوي چي یو نارینه دې دوهم واده وکړي. کله چې اسلام په علني توګه دعوت پیل کړ او ورسره یوځای سپېڅلې غزاګانې هم پیل شوې نو کله چي به مېرمنې په غزاګانو کې ټپي کېدلې او د ژوند ملګری به یې هم د اسلام په لاره کې له لاسه ورکاوه نو د هغوی سره به د ملتیا لپاره نارینوو له دې مېرمنو سره وادونه کول. د هغوی موخه به دا نه وه چي یوه ښایسته، په ونه برابره او په ټوله معنی هغه څوک چي دوی یې یوازې د خپل شوق پوره کولو لپاره خپله مېرمنه کړي، نه وه بلکې هغه مېرمنې چي له جسمي اړخه به ټپي او د کورنیو چارو په سنبالولو کې به عاجزې وې، د نارینوو په بله نکاح کې به راتلې ترڅو په دې چاره سره وکولای شي هغه مېرمن او د هغې اولادونه بیا د یوه منظم ژوند څخه برخمن کړي او په داسې کولو سره په ټوله کې کورنی او ټولنیز ثبات او نظم رامنځته کړي او د اسلامي ټولنې د بقا سبب وګرځي نه دا چې د یوه ناوړه هوس لپاره د څو تنو ژوند تباه کړي. پیغمبر)ص( هم د همدې منطقي عذرونو په درلودلو سره له یوه څخه زیات وادونه کړي وو.

دوهمه مسئله د نارینه اولاد د نه لرلو ده چي ډېری هغه سړي چې نارینه اولاد نه لري نو له یوه څخه زیاتو وادونو کولو ته مخه کوي. دا موضوع یوې علمي او طبي کتنې ته اړتیا لري چي کولای شي دا لامل هم له یوه څخه د زیاتو وادونو کول په بشپړه توګه ناقص په اثبات ورسوي. د طبابت له اړخه د اولاد د جنسیت ټاکل د ښځې له لورې نه بلکې د نارینه له لورې کیږي ځکه چې د جنسیت په ټاکلو کې کروموزومونه د پام وړ رول لوبوي چي دوه عدده کروموزومونه چي د انسان د بدن تعین کوي. ۴۶ کروموزوم د جنسي کروموزومونو په توګه په نظر کې نیول کیږي. دا دوه کروموزومونه د نارینه لپاره ” XY ” او د ماده لپاره ” XX ” نومول کیږي ځکه چې دا د همدې الفبا په څېر بڼه لري. ښځه په خپل وجود کې ” XX ” کروموزومونه لري حال دا چې نارینه په خپل وجود کې” XY ” کروموزومونه لري. کله چې د جنسي اړیکې په صورت کې د ښځې” X ” د نارینه له ” X ” سره یوځای کیږي نو په پایله کې د اولاد جنسیت د مادې په توګه رامنځته کیږي خو کله چې د ښځې ” X ” کروموزوم د نارینه له” Y ” کروموزوم سره یوځای کیږي په دې صورت کې د اولاد جنسیت د نارینه په توګه تعینیږي. له پورتنیو څرګندونو څخه له ورایه څرګندیږي چي د نارینه اولاد درلودل یوازې په سړي پورې اړه لري په مېرمنې پورې نه، کله چې یو سړی له یوه څخه د زیاتو وادونو کول د نارینه اولاد په پلمه سره کوي نو هغه یوازې د ځان د غولولو او د نورو په سترګو کې د خاورو شیندلو پرته بل کوم څه نه وي.

د دریم لامل په کتو سره یو نارینه د دې لپاره چې له خپلې وړومبۍ مېرمنې سره حسنه اړیکې نه لري او هغې ته د سزا ورکولو لپاره له یوه څخه د زیاتو ودونو هوډ کوي ترڅو مخکینۍ مېرمنه اصلاح کړي. د داسې لید درلودل تر ډېره پورې په دودیزه ټولنه پورې اړه لري ځکه نارینه د دې فکر کوي چې هغوی د هر څه باداران دي حتی انسان او په ځانګړې توګه د خپلو مېرمنو هم. هغوی خپله مېرمنه د ژوند د ملګرې په توګه نه بلکې د یوې کنیزې په توګه غواړي چې د دوی هرې روا او ناروا خبرې او غوښتنې ته لبیک ووایي. غواړي چې مېرمنه یې له واده څخه وروسته خپل ټول ژوند هغوی ته د یوې ډالۍ په توګه ورکړي. کله چي یوه مېرمنه د خپلو اساسي حقونو او کرامت څخه خبره وي او د خپل ژوند ملګری د یوه بادار په توګه نه بلکې د یوه ملګري په توګه مني نو په دې وخت کې مېرمنه د مېړه)د ژوند ملګري( له لورې له ناوړه چلند سره مخ کیږي. هغوی وهي، ځوروي یې او حتی هغه څه چي له اسلامي او قانوني اړخه جرم بلل کیږي پر هغوی یې پلي کوي. د دې خبرې د اثبات لپاره د افغانستان د رسمي جریدې فوق العاده ګڼه “د ښځې پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون” پر ښځې د تاوتریخوالي په هکله بېلابېلې ارزښتمنې مادې وړاندې کوي چي له ډلې یې ځینو ته اشاره کوو: دوه ویشتمه ماده: ” هغه شخص چې ښځه تر ضرب او جرحې لاندې ونیسي، له احوالو سره سم او د جرم د شدت او خفت په پام کې نیولو سره د جزاء د قانون په (۴۰۷ څخه تر ۴۱۰) مادو کې د درج شوو حکمونو مطابق مجازاتیږي. “

در ویشتمه ماده: ” هغه شخص چې ښځه تر وهلو او ټکولو لاندې ونیسي خو پر ټپي کېدو یا معلولیت یې تمام نشي، له احوال سره سم په لنډ حبس چې له درې میاشتو څخه زیات نه وي، محکومیږي. ” نهه ویشتمه ماده: “هغه شخص چې ښځې ته ښکنځل وکړي یا یې تحقیر او یا یې تخویف کړي، له احوالو سره سم په قیصر حبس چې له دریو میاشتو څخه لیږ نه وي، محکومیږي. “

دېرشمه ماده: ” هغه شخص چې د ښځې د ازار او اذیت مرتکب شي، له احوالو سره سم په قیصر حبس چې له دریو میاشتو څخه لېږ نه وي، محکومیږي. “

یو دېرشمه ماده: ” هغه شخص چې له ښځه انزوا) یوازیتوب( ته مجبوره کړي، له احوالو سره سم په قیصر حبس چې له دریو میاشتو څخه زیات نه وي، محکومیږي. “

دې ته ورته ډېری قوانین شته چې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع کوونکي دي خو هغوی ځان ته د دې پلمې لټولو لپاره چې ښځې اصلاح کوي، مېرمنې د زور زیاتي ښکار ګرځوي. په پای کې چې هغوی د یوه بت په توګه د مېړه هرې ښې او بدې خبرې ته هو ونه وایي نو له لورې یې مېرمنه په دوهم واده سره ګواښل کیږي همدا وي چي ځیني وخت دا چاره عملي بڼه هم پیدا کوي. دا څرګندونې ټولو نارینوو ته نه راجع کیږي په دوی کې ډېری داسي هم شته چي د ګډ ژوند له ارزښتونو څخه خبر وي او مقابل لوري ته بشپړ درناوی ورکوي او د ژوند د ټولو پرېکړو ملګرې یې بولي او د انساني او اسلامي اصولو په نظر کې نیولو سره خپل ژوند ته له خپلې مېرمنې سره دوام ورکوي.

له دې څخه ورهغې خواته دوه داسې نور اړخونه شتون لري چي یوه نارینه ته له یوه څخه د زیاتو وادونو لاره هواروي، له هغه څخه کولای شو دې ته نغوته وکړو چې کله هلک او انجلۍ په کم سن یا کم عمر کې یو بل ته د یوبل له خوښې پرته په نکاح شي نو کله چې په دواړو باندې وخت تېریږي او له یوبل سره د ژوند د کړنلارې په هکله اختلاف پیدا کوي او یا هم د عمر په پخوالي سره هغوی یو بل د خپل د ژوند د ملګري/ملګرې د ایډیال په توګه نه ویني نو دا چاره د وخت په تېرېدو د دواړو ترمنځ د ترینګلتیاو د رامنځته تګ سبب ګرځي، دا چې موږ په یوه دودیزه او سنتي ټولنه کې اوسیږو نو انجلۍ ته د دوهم واده زمینه نه مساعدیږي حال دا چې هلک له هره اړخه ځان ازاد او خپلواک ویني نو دوهم واده ته مخه کوي. له دوهم اړخ څخه هم دا یادولای شو چې کله هلک او انجلۍ پرته له خپلې خوښې د کور په جوړجاړي، پرته د کفایت او تناسب په نظر کې نیولو سره واده کوي نو دا هم نارینوو ته له یوه څخه د زیاتو وادونو کولو لاره هواروي. له دې څخه کولای شو د ټولنیزو او کورنیو بېلګو په نظر کې نیولو سره دا څرګند کړو چې کله د کورنۍ له لورې یوه هلک ته چې لوستی دی د داسې انجلۍ ټاکنه کیږي چي نالوستې وي، دا څرګنده خبره ده چې د لوستي او نالوستي کس د لیدلوري او ایډیولوژیو ترمنځ د ځمکې او آسمان توپیر شتون لري او کله چې د کورنیو له لورې د ګډ ژوند تېرولو لپاره داسې جوړه ټاکل کیږي نو تر ډېره دا واده له ماتې سره مخ کیږي او له یوه څخه زیاتو وادونو ته زمینه مساعدوي.

که چیري د معقوله دلیلونو څخه پرته یو نارینه زیات وادونه وکړي نو لومړی هغه خپل کورنی ژوند له ویجاړۍ سره مخامخ کوي ځکه که چیري د مېرمنو او اولادونو ترمنځ مساوات پلي نشي او اړتیاوې یې پوره نشي نو ټوله کورنۍ له بدبختۍ سره مخ کیږي، ماشومان بې جراته او له رواني اړخه کم ځواکه را لوییږي، کله چې ماشومان په داسې کورنۍ کې ژوند کوي او اړتیاوو ته یې د مور او پلار له لورې بې پامي سرته رسیږي ځکه چې هغوی په خپلمنځي شخړو او ستونزو بوخت وي نو ماشومان یې همداسې له پاملرنې پرته را لویږي، کله چې دا ماشومان د بلوغ سن ته رسیږي نو تر ډېره په ناوړه کارونو، په مخدره موادو، او د ترهګرۍ په چارو کې ښکېل کیږي ځکه اورا پوهنې په همداسې اشخاصو د بېلابیلو تجربو په سرته رسولو دا په اثبات رسولې چې ډېری معتادین او ترهګر داسې کسان دي چې د کورنۍ له لورې په بشپړې پاملرنې سره نه دي لوی شوي. کله چې د داسې مور او پلار خبره د اولادونو پر راتلونکي اغېز کوي نو ستونزه له کورني
چوکاټ څخه وځي او د هېواد په کچه د ویجاړتیا او تباهۍ رامنځته کېدونکي کیږي ځکه دا ډول کورنۍ یوه هېواد ته د پیاوړي ځوان نسل د وړاندې کولو پرځای ترهګر، معتادین، کم ځواکه او غیرفعاله نسل ورکوي او په ملي کچه د بحران د رامنځته تګ جوګه ګرځي. که چیري دا د وادونو مسئله په کره توګه له اسلامي او قانوني اړخه بیان نشي نو زیان به یې نه یوازې هغې کورنۍ ته بلکې ټول هېواد ته رسیږي او دا چې یاده موضوع له دومره لوی ارزښت څخه برخمنه ده باید ورته په ډېره اړینه سترګه وکتل شي او هراړخیزه کتنه یې ترسره شي.

ترهغو چې دا ډول کورنۍ ستونزې نه وي حل شوې په ټوله ټولنه کې به همداسې بدبختۍ روانې وي ځکه یوه کورنۍ د یوې ټولنې جوړښتیز واحد دی، که هر څومره دا جوړښتیز واحد سالم او پیاوړی وي په هم هغه کچه به ټولنه پیاوړې وي او پرمختګ به کوي خو سرچپه، که دا جوړښتیز واحد له داسې ناوړه پدیدو سره مخ او د ویجاړتیا پر لور روانه شي نو له دې سره به یوځای ټوله ټولنه د سقوط پر لور روانه وي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    خور هيله جانې هدايي صاحبې موضوع ډېره ښه څېړلې ده.
    زه د پورته لاملونو تر څنګ ،فکر کوم په افغانستان کښې اقتصادي فکتور هم د دوه، درې، څلور حتی زیاتو ښځو کولو یو غټ علت ګرځېدلی. مخصوصاََ د جنګ، مخدره موادو، او د غرب باد راوړو بې حسابه پیسو ځينې بې وجدانه عیاشیو او چړچو ته په سيالۍ ایستلي ، حال دا چې همدوی به ځانو ته د دين ټیکه داران هم وايي مګر د برق پیسې نه تحویلوي او له بیت الماله په ډول ډول چوراوفساد کوي او کړی دی.
    — آغلې خورکۍ هيله جانې! وبښه ، تا په پنځم پاراګراف کې د دوهم لامل (طبي او علمي ) کښې د (ماده یا مادې!!) کلمه دوه ځلي کارولې ده چې زما په فکر (ښځينه ماشوم یا مونث جنس یا اولاد ) به مناسب تره و.؟!.
    له توجه مڼنه . او په دې دعا چې افغانان په سم اسلام او قوانينو عمل وکړي او قاضي صاحبان هم پوره عدالت قایم کړي او حق حقدار ته وسپاري. آمين. ثم آمين.

  2. د محترمی خور بحث یو پېچلئ او خوږ او تریخ او ژور او پراخ بحث دئ چی اته لکه زاوئې لری.
    تر بحث چی تېر سو، په پورته لیکنه کی د ” قیصر ” کلمه تر سترګو کیږی، د جملې د جوړښت څخه داسی ښکاری چی دا باید قیصر نه بلکه ” قصیر ” وی یعنی لنډ یا د لنډی مودې حبس او زندان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب