جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله افغانستانه د ځواکونو د ژر نه ایستلو په اړه له بایډن...

له افغانستانه د ځواکونو د ژر نه ایستلو په اړه له بایډن څخه د سنا جرګې د دیموکرات مشر غوښتنه

تاند(جمعه، د حوت ۸) د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو د کمېټې نوی دیموکرات جک ریډرييس وايي، د ولسمشر بایډن حکومت باید له افغانستانه د امریکايي پوځیانو په ایستلو کې له بیړې کار وانخلي او دې ته ونه ګوري چې مخکیني ولسمشر د مې لومړۍ له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو وروستۍ نېټه ټاکلې ده.

امریکايي چارواکي وروسته له دې له طالبانو سره د تېر کال د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې له بشپړ تطبیقه د شا ته کېدو په اړه څرګندونې کوي چې طالبانو له موافقې سره سم تشدد کم نه کړ او د سولې حقیقي خبرې یې ونه کړې. که څه هم په وروستیو درو ورځو کې طالبان له یوه اوږده ځنډه وروسته بیا خبرو ته حاضر شوي خو داسې ښکاري چې دا ډله لا هم هڅه کوي چې وخت ووژني (ضایع کړي) او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو نېټه راورسېږي.

نیویارک ټایمز نن (جمعه) په یوه راپور کې د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې د ريیس سناتور جک ریډ په قول ویلي، د بایډن اداره له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې د بیړې په ځای باید د ځواکونو د پاتې کېدو موده اوږده کړي څو دیپلوماتان نور وخت ومومي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په پایله کې موافقه ترلاسه شي.

ریډ د ویدیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل«اوس په څو میاشتو کې د ځواکونو ایستل به ډېرې ستونزې وزېږوي او هلې ځلې به له خنډ سره مخامخ کړي.»

ښاغلی ریډ روانه میاشت د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې مشر وټاکل شو. دی په تېرو ۲ لسیزو کې د کانګریس د غړي په توګه ۱۸ ځلې افغانستان ته تللی او د امریکا د ملي امنیت د ګټو د ساتونکي په توګه د ده خبرو ته د یوه متخصص په توګه غوږ نیول کېږي.

د ده تر څرګندونو وړاندې د کانګریس له لوري ګومارل شوي د افغانستان مطالعاتي پلاوي هم د امریکا او طالبانو د تېر کال د دوحې د موافقې له ارزونې وروسته ویلي و چې طالبانو د موافقې درې اساسي شرطونه یعني له القاعده سره د اړیکو شلول، د تشدد کمول او د افغانستان له حکومت سره د سولې صادقانه خبرې نه دي عملي کړي.

ریډ وویل«زه تمه لرم چې د ځواکونو د پاتې کېدو موده به یو څه اوږده شي.»

ده زیاته کړه «موږ باید نړیوالو او د امریکا ولس ته دا ډاډ ورکړو چې افغانستان بیا په نړۍ کې د حملو لپاره د تروریستانو د پلان جوړولو په مرکز نه بدلېږي.»

حاضردمه امریکا په افغانستان کې ۲۵۰۰ پوځیان لري.

د ناټو سرمنشي او جرمني هم ویلي چې له افغانستانه ځواکونه نه باسي مګر دا چې ډاډ ترلاسه کړي چې دا هیواد یو وار بیا په کورنۍ جګړه کې نه ښکېل کېږي او د نړیوالو ترهګرو په اډې نه بدلېږي.

امریکايي رسنۍ وايي چې ولسمشر بایډن د افغانستان په اړه له سختې پرېکړې سره مخامخ دی، که ځواکونه نه باسي د موافقې سرغړونه ګڼل کېږي او که یې وباسي طالبان جګړې ته دوام ورکوي چې له کبله یې افغانستان په خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکېلېږي او ورسره دا هیواد بیا د نړۍ د مختلفو سیمو د ترهګرو په مرکز بدلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب