جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+د اونۍ جالب او په زړه پورې خبرونه

د اونۍ جالب او په زړه پورې خبرونه

تاند (پنج شنبه، د حوت ۷)

یو کلی یو سړی

ــــــــــــــــــــ

په امریکا کې یو شخص یو کال وړاندې د اوسېدو لپاره ټول کلی اخیستی و.

هغه له یو کال یوازې اوسېدو وروسته  اوسمهال داسې خبره کړې، چې په اورېدو به یې حیرانه شئ.

د میل انلاین د راپور له مخې چې دغه شخص برینټ اندرووډ نومېږي او ۳۲ کاله عمر لري او د امریکا د ټیکساس ایالت اوسېدونکي دی.

د معلوماتو له مخې دغه کلی له تېرو څو لسیزو راهیسې خالي او له ماینونو څخه ډک و.

سرچینې وایي ماین پاکان به په دې سیمه کې اوسېدل او کله چې کلی له ماینونو پاک شو نو کلی هم ځانته پاتې شو چې بیا یې ورته د پیریانو کلی ویل کېدو.

برینټ  وایي چې دی به په دې کلي کې ژوند کوي او امکان دې ولري چې په دې کلي کې پیریان هم شتون ولري دی هڅه کوي دا کلی د سیاحت کوونکو یا ګرځندویانو د پام وړ یې وګرځوي.

د یوازيتوب وزیر

ــــــــــــــــ

په جاپان کې د ځانوژنې د کچې د کمولو لپاره په لومړي ځل د تنهایۍ یا د یوازیتوب وزیر ټاکل شوی دی.

انډیا ټایمز وایي چې د تنهایۍ یا یوازیتوب وزیر به داسې کارونه او اقدامات ترسره کوي څو د خلکو تنهایې یا یوازیتوب له منځه یوسي او په هیواد کې یې د ځانوژنې کچه را کمه کړي.

په جاپان کې له تېر یو کال راهیسې د کورونا د ویروس پرمهال ډېرو کسانو ځانوژنه کړې.

خاوند به اوس د خپلې ښځې د کار بدله ورکوي

ـــــــــــــــــــــــــــــ

د چين يوې محکمې د طلاق په يوه قضيه کې پرېکړه کړې ده چې خاوند دې ښځې ته د پنځه کلونو کورني کار په بدل کې پېسې ورکړي.

دغه ښځې محکمې ته ويلي دي چې په تېرو پنځه کلونو کې يې خاوند ورسره د کور په کارونو او د ماشومانو په ساتنه کې هېڅ مرسته نه ده کړې.

په چين کې خلکو د محکمې دا پرېکړه تاريخي بللې ده او له دې سره سم په ټولنيزو رسنيو کې په کور کې د ښځو د کارونو په اړه بحثونه هم پيل شوي دي.

یوه دقیقه کې د ۳۵ جوړه کالیو بدلول

ــــــــــــــــــــــــ

یوې ښځې په یوه دقیقه کې د پنځه دیرشو لباسونو په اغوستلو ریکارډ جوړ کړی.

د فبرورۍ په دوه ویشتمه نیټه یوې ښځې د خپل خاوند په مرسته په یوه دقیقه کې پنځه دیرش کمیسونه یا لباسونه بدل کړل او د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې یې خپل نوم ثبت کړ.

امریکا کې پر نانځکې چاپه

ــــــــــــــــــــــــــــ

امریکا کې پولیسو په دې عادي لانځکه چاپه وهلې.

د رسنیو د معلوماتو له مخې په امریکا کې یوه پلار د خپلې لور لپاره یوه داسې نانځکه اخیستې وه چې پولیس یې کور ته په ور تګ مجبور شول.

دا پېښه د امریکا په ایريزونا ایالت کې رامنځته شوې.

ویل کېږي چې له لانځکې یې (فینټینل) په نوم پنځه زره ګولۍ راویستي چې دغه درما د کوکین او هیروینو د نشې د جوړولو لپاره استعمالېږي.

د پرینکا چوپړا پړسېدلي کالي

ــــــــــــــــــــــــــــ

د باليووډ او هاليووډ فلمونو مشهورې اداکارې پريانکا چوپړا نوي کالي په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو د پام وړ ګرځېدلي او ډېرې تبصرې پرې شوې دي.

د چوپړا دا کالي چې بېخي د پوکاڼۍ په څېر پړسېدلي ښکاري نوموړې په يو پروګرام کې اچولي و چې له هغه وروسته د خلکو پام ور واوښت.

د پريانکا چوپړا په دې جالبو کاليو که څه هم چا نيوکې نه دي کړي، خو په ټولنيزو رسنيو کې د هغې په دې کاليو جالبې تبصرې شوې دي او خلکو پرې مزاحيه پوسټونه کړي دي.

د نړۍ قیمت بیه بریاني

ـــــــــــــــــــــــــ

د نړۍ قیمت بیه بریاني چې یو پلیټ یې (۲۲۰۰۰) افغانۍ قیمت لري

اوسمهال په دوبۍ کې یو هوټل د نړۍ قیمت بیه بریاني خرڅلاو ته وړاندې کړې چې د قیمت په اورېدلو به یې حیرانه شئ.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه بریاني یې د دوبۍ نړیوال مالي مرکز (DIFS) د غونډې میلمنو ته وړاندې کړي چې د یو پلیټ قیمت یې د ۲۲ زرو افعانیو سره برابر دی.

په دې کې زعفراني ورېجي، کشمیري سیخ کباب، راجپوتي چکن یا د چرګ کباب، ملایي کوفته، ملایي د چرګ روش او نور پکې شامل وي.

کپل شرما ولې په وېلچر ګرځي

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د هندوستان مشهور کامیډين پر ویلچیر د تګ سبب څرګند کړ.

څو ورځې وړاندې کپل شرما د ممبیي په هوایي ډګر په داسې حالت کې لېدل شوی و چې نوموړی پر ویلچیر ناست وي او له هوایي ډکر څخه ووځي.

په دې دوران کې د رسنیو له راپور جوړونکو او له عکس اخیستونکو سره هم په جنجال شو او په غوسه یې ورته له مخې څخه د لېرې کېدلو وویل.

د کپل شرما پر ویلچیر د ناستې عکسونه او ویډیوګانې د نوموړي د مینوالو لخوا د اندیښې وړ وګرځېدې.

کپل له هندي رسنیو سره په خبرو کې د دې کار لامل څرګند کړ.

هغه وویلې چې زه روغ جوړ یم او په جیم کې د ورزش پرمهال یې ملا زخمي شوې چې په څو ورځو کې به ښه شم.

نایجېریاکې د یوې ښځې ۶ ماشومان زېږېدلي

ــــــــــــــــــــــــــــــ

د انګلیستان د رسنیزې ادارې د راپور له مخې ویل کېږي چې په ناجیریا کې یوې ۴۹ کلنې میرمنې شپږ صحت مند ماشومان زېږولي.

په دې ماشومانو کې څلور انجونې او دوه هلکان شامل دي.

ویل کېږي چې ددغو شپږو ماشومانو نومونه یې د انګلیسۍ له (M) توري پیل کړي چې د ماشومانو نومونه یې مریکل، میرسي، میرټ، ماروس، مارویلز او میرابل ایښي دي.

استاد ګل زمان ته دموسیقۍ د بابا لقب ورکړل شو

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پښتو ژبې مشهور سندرغاړي استاد ګلزمان ته د پښتو موسيقۍ د (بابا) لقب ورکړ.

یاد وزارت دغه راز صفدر توکلي ته  د دمبورې د (سلطان) لقب ورکړ.

د یاد وزارت سرپرست وزير محمد طاهر زهير د دې وزارت په انګړ کې په یوه جوړه شوې غونډه کې وویلې چې له هرې ممکنه لارې به هڅه وکړي چې د هېواد د هنرمندانو ملاتړ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی