جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهپاکستان: بیا په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ نه کوو

پاکستان: بیا په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ نه کوو

تاند(پنج شنبه، د حوت ۷) د پاکستان د پوځ ویاند جنرال بابر افتخار ویلي، افغانستان اوس د نویمې لسیزې افغانستان نه دی او د حکومت جوړښت یې په اسانۍ نه شي ماتېدلی.

  جنرال بابر افتخار تېره ورځ یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال زیاته کړې، پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو ملاتړ نه کوي او نه هم غواړي چې په افغانستان کې بیا کومه سیاسي تشه رامنځته شي.

هغه وویل: «زموږ یوازینی مقصد په افغانستان کې تلپاتې ثبات دی او دا هم هیڅ امکان نه لري چې طالبان دې بیا واکمن شي او پاکستان دې مرسته ورسره وکړي. دا به هیڅ کله هم ونشي.»

نوموړی همدا راز زیاتوي، د افغانستان د سولې خبرې روانې دي دا چې څنګه به پر مخ ولاړې شي، د افغانستان راتلونکی به څه وي دا هر څه افغان ولس او حکومت پورې اړه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې له تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د سولې بین الافغاني خبرې په ټپه ولاړې دي، په هېواد کې جګړه ورځ تر بلې زیاتېږي او د امریکا او طالبانو ترمنځ هم د سولې پر هوکړه هم جنجالونه راپورته شو ي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب