جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهامریکایي سناتوران: افغانستان کې به مو د سرتېرو حضور دوام کوي

امریکایي سناتوران: افغانستان کې به مو د سرتېرو حضور دوام کوي

تاند(پنج شنبه، د حوت ۷) د امریکا د سناء مجلس د پوځي خدماتو د کمیټې مشر جک رید په یوه مرکه کې ویلي دي، امریکا په دقیقه توګه د افغانستان وضعیت ارزوي او د سنا له لوري ګومارل شوې کمېټې هم دا وړاندیز کړی چې په افغانستان کې دې د امریکایي ځواکونو حضور دوام پیدا کړي.

د هغه په خبره له همدې امله دا احتمال شته چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور د لنډ مهال لپاره وغځول شي.

تر دې وړاندې هم د امریکا سناء غوښتي وو، چې په افغانستان کې د امنیت د تامین او ګواښونو د ختمولو لپاره باید امریکایي ځواکونه حضور ولري ځکه تر دې دمه په دغه هېواد کې جګړه روانه ده او د تاوتریخوالي د کمېدو کوم څرک نه ښکاري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د ویاندې جن ساکي په حواله راپور ورکړی و چې واشنګټن په پوره احتیاط سره د افغان سولې پروسه تعقیبوي.

هغې ویلي، دوی په دې باور دي چې طالبانو له امریکا سره د تېر کال هوکړې ته ژمنتیا نه ده ښودلې او تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی دی نو پر همدې بنسټ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره شوې.

نوموړې له ډېرو جزیاتو پرته ویلي چې د افغان سولې پروسه روانه ده او دوی یې پایلو ته په تمه دي.

په ورته وخت کې د پنټاګون ویاند جان کربي هم ویلي چې د دفاع وزیر لویډ اسټین د دوحې هوکړه ارزوي او له خپلو افغان متحدینو سره په مکرر ډول په تماس کې دی.

نوموړي ویلي چې پنټاګون شوې هوکړه په جدي توګه ارزوي او د ارزونې تر پای ته رسېدو وروسته ښایي اړینې پرېکړي ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب