تاند ( پنج شنبه، د حوت ۷) د هرات یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت کهسان ولسوالۍ قدوس آباد سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوسته موټر بم برید کړی.
سرچینه زیاتوي په دې موټربم برید کې ۶ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال د سیمې اوسیدونکي هم وایي چې، چاودنه ډیره زوره وره وه او شاوخوا کورونو ته یې هم زیانونه اړولي دي.
دغه راز بل لورته بیا د هرات حوزوي روغتون مشر ډاکټر عارف جلالي وايي د پېښې له ځایه شپږ مړي او څلور ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.
د هرات والي سید وحید قتالي بیا برید کې د درې کسانو ټپي کېدل منلي.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې په یاد ولایت کې وسله والو کسانو د یوه خصوصي ښوونځي معلم بازمحمد نیازی وژلی دی.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، پېښه تېر مازیګر د انجیل ولسوالۍ په قلیګران کلي کې رامنځته شوې ده.
ولي زاده وايي چې په پېښه کې یو بل تن ټپي شوی هم دی او د پېښې په تړاو د پولیسو څېړنې پیل شوې دي.