جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونههراتی ملا، مناظرې ته حاضر نشو

هراتی ملا، مناظرې ته حاضر نشو

تاند(پنج شنبه، د حوت ۷) د حج او اوقافو وزارت وایي، د هرات ولایت یو شمېر علماوو له مولوي انصاري سره د مناظرې غوښتنه کړې وه خو نوموړی یادې مناظرې ته حاضر نشو.

د افغانستان د حج او اقافو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،  د هرات یو شمېر مشهورو دیني علماوو د مولوي انصاري د وروستیو څرګندونو په تړاو له انصاري وغوښتل چې د هېواد د یوې معتبرې رسنۍ پر پرده له دوی سره مناظره وکړي او د خپلو وروستیو څرګندونو چې د نظام او حکومت په اړه یې مطرح کړې وې، سپیناوی وکړي، خو مولوي انصاري د دغو کسانو غوښتنې بې ځوابه پرېښودې او د مناظرې لپاره حاضر نه شو.

دغه وزارت زیاته کړې، د دې ولایت د حج او اوقافو ریاست په خپره شوې اعلامیه کې د هرات ولایت د دیني علماوو، قومي مخورو او فرهنګیانو هغه خبرې او نظریات هم را اخیستې چې د مولوي انصاري د وروستیو څرګندونو پر وړاندې یې مطرح کړي دي.

مولوي انصاري د حوت په لومړۍ نېټه، د جمعې لمانځه د خطبې پر مهال د افغانستان نظام هر کارکوونکی ګنګهار وباله او ملاتړ کوونکي یې له یهود او نصاراوو بدتر وګڼل.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب