جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+نیوزیلینډ له آسټراليا دوهمه شل اوره لوبه هم وګټله

نیوزیلینډ له آسټراليا دوهمه شل اوره لوبه هم وګټله

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۷) د آسټراليا او نیوزیلینډ ترمنځ دوهمه شل اوریزه  لوبه هم د نیوزیلینډ لوبډلې د ۴ منډو په توپير وګټله.

په دې لوبه کې نیوزیلینډ لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په

سوځېدو مقابلې لوبډلې ته د ۲۱۹ منډو هدف ورکړ.

په توپ وهنه کې نیوزیلینډ لپاره ګوپټېل ۹۷ او ويلیمسن بیا ۵۳ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

د آسټرالیا لپاره ریچارډسن بیا ښه وځلېده او د نیوزیلینډ ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

آسټرالیا لوبډلې ونه شو کړای چې ټاکل شوی هدف پوره کړی.

یادې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یواځې ۲۱۵ منډې جوړې

کړې او لوبه یې د ۴ منډو په توپير وبایلله.

آسټراليا لپاره یواځې سټونس تر نورو ډېرې ۷۸ منډې کړې وې.

د یادونې ده چې له دې وړاندې لومړۍ شل اوره لوبه هم نیوزیلینډ لوبډلې ګټلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...