یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې یوه مېرمن د نوي زېږېدلي ماشوم د تښتونې په تور...

ننګرهار کې یوه مېرمن د نوي زېږېدلي ماشوم د تښتونې په تور ونیول شوه

تاند (پنجشنبه د حوت ۷) د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې پولیسو ددې ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې یوه مېرمن د نوي زېږېدلي ماشوم د تښتونې په تور نېولې.

ددې ولایت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، «د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ له روغتون څخه يو نوی زيږيدلی ماشوم چې يوې مېرمنې له لوري تښتولی شوی و، پولیسو له لوري د تښتونکې له منګولو خلاص او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.»

په خبرپاڼه کې راغلي، دا مېرمن چې ماشوم یې تښتولی و اصلي د ننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې اوسمهال د خیبر پښتونخوا په چارصدې سیمه کې ژوند کوي.

د چارواکو په وینا چې له دې مېرمنې څخه څېړنې روانې دي.

خو دا مېرمنه وايي چې دا کار یې د مجبوریت پر اساس کړی دی.

هغه زیاتوي، «۱۲ کاله کېږي چې واده مې شوی، د خلکو د پېغورونو د هر څه په تنګه شوم کنه، نور چې چېرته ما دوایانې اخیستي دي او ډاکترانو راته نخسې راکړي هغو ټولو ته مې زنګونو ویلي، نور مې د دوایانو نه توبه ووېسته، سرو نه خلاصه شوم ورباندې، سپینو نه خلاصه شوم…»

باید وویل شي چې په افغاني ټولنه کې د ځینو ناوړه فرهنګونو له وجې مېرمنې مجبورېږي څو په دا ډول کارونو لاس پورې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب