یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني وايي، غاصب د راتلونکي نسل غل دی موږ یې پر...

ولسمشر غني وايي، غاصب د راتلونکي نسل غل دی موږ یې پر وړاندې جدي یو

تاند (پنجشبنه د حوت ۷) ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې عدالت د ثبات اساس دی او د عدالت د تامین لپاره به خپلو هر راز هڅو ته ادامه ورکوي.

ښاغلي غني نن په ارګ کې د دولت د قضایاوو ملي کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې د وینا پر مهال وویل چې غصب تاریخ نه لري او د دولتي املاکو هر غصب چې شوی د دین او د افغانستان د قوانینو پر اساس باید بېرته وګرځول شي.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې غاصب د افغانستان د راتلونکي نسل غل دی او په وینا یې دی به په هیڅ صورت ورته اجازه ورنه کړي او هغوی چې غصب یې کړی دی د قانون په رڼا کې به ورسره جدي چلند وشي.

نوموړی وايي، « غصب تاریخ نه لري او د دولتي املاکو هر غصب چې شوی د دین او د افغانستان د قوانینو پر اساس باید بېرته وګرځول شي. غاصب د افغانستان د راتلونکي نسل غل دی او زه ورته په هېڅ صورت اجازه نه ورکوم.»

هغه دغه راز زیاته کړه چې دولتي املاک د افغانستان د انکشاف راتلونکی تامینوي او د غصب هره قضیه په جدي ډول څارل کېږي او په واضح او اساسي ډول به بېرته ګرځول کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د عدلیې وزیر ته لارښوونه وکړه چې ټولې دوسیې باید الکترونیکي شي، ترڅو حکومت او خلک د هرې قضیې له جریان، پرمختګ او پایلو څخه پر وخت خبر شي.

2 COMMENTS

  1. ښاغلی غنی خبر نه دی چی په ولایاتو کې څه روان دي. غاصبین د دولت لوړ رتبه افراد او یا د هغوی خپلوان دي. دا خلک نه یوازی داچې دولتی زمکی نیسي بلکه د دولتی زمکو د نیولو په هدف جنجال جوړوی او په شخصی ملکیتونو قبضه کوی. او غنی صاحب ورته هیڅ هم نه شی ویلی ځکه چی یا خو غاصب د امریکا او پاکستان سره تړلای دی یا خو دده په پلوی یوه نیمه خبره کوي. دده والیان او ولسوالان هغه کسان چې ده منصوب کړي په دی مردارۍ کې مستقیم لاس لری.

  2. د جلالتمآب ولسمشر دا اقدام د ستایلو وړ دی چې ټولې دولتي شتمنۍ او مځکې بېرته دولت ته اعاده شي . د دې ترڅنګ د خلکو او افرادو ملکیتونه چې غاصبینو خېټه پرې اچولې او له ډاره څوک پورته ورته نشي کتلي هم باید پیدا او د قانون په رڼا کې ورته سخته سزا ورکړل شي .
    البته عدلي او قضایی دوسیې باید محرم وساتل شي ، یواځې د هغو کسانو دوسيې چې مجرمینو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د عامه نظم د ساتلو او ولس ته د یوعبرت په ډول له مطبوعاتو سره شریک کړل شي بده به نه وي .
    د افغانستان مطبوعات او ژورنالیزم پدې کچه رشد ندی کړی چې د ملي او دولتي منافعو نه باید او باید په هر صورت سره دفاع وکړي . ځینې وختونه دوی د افغانستان دښمنانو سره لاس لري او یا د قضایاوو عاقبت نه سنجوي ، مثلا په یوه پوسته کې څونفره سرتیري خدمت کوي دوی څومره سلاح او مهمات لري ، د دوی مورال څنګه دی او داسې نور باید هېڅکله افشا نه شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب