یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهله افغان حکومته د اروپايي ټولنې غوښتنه؛ د خپلو خلکو د امنیت...

له افغان حکومته د اروپايي ټولنې غوښتنه؛ د خپلو خلکو د امنیت لپاره هڅې چټکې کړئ

تاند (پنجشبنه د حوت ۷) اروپايي ټولنه وایي چې په افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسول شي.

د اروپايي ټولنې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او هممهال ورسره د ملکي وګړو د مرګ ژوبله په کچه کې زیاتوالی راغلی.

په اعلامیه کې زیاته شوې، افغان حکومت دې د خپلو وګړو د ساتنې او امنیت لپاره اقدامات ډېر کړي او هغه کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله، هدفي بریدونو او جګړو کې ښکېل دي.

دغه بنسټ یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې د ملاتړ خبر ورکړی، خو زیاته کې یې ده چې ددې اړتیا ده چې دلته روان تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسول شي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ډیری ولایتونو کې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوي او هممهاله د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سختو جګړو راپورونه ورکول کېږي، چې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب