یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمک کنزي: طالبانو لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې ندي پرې...

مک کنزي: طالبانو لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې ندي پرې کړي

تاند ( پنجشنبه، د کب ۷)  د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنت مک کنزي وایي، وسلوالو طالبانو لا هم له القاعده ډلې سره اړیکې ندي پرې کړي او دوی لا هم خپلو کې فعالې اړیکې لري.

هغه وایي، امریکا سره د دوحې تړون مطابق پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه دي کړي، خو دې ډلې لا هم القاعده ډلې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي او دا یو لویه ستونزه ده.

د جنرال کنزي په باور، طالبانو د دوحې تړون ژمنې نه دي عملي کړي او دا ډله باید په دې برخه کې خپله ژمنتیا ثابته کړي.

نوموړی وایي، افغانستان کې اوس مهال د تاوترخوالي کچه ډېره لوړه ده او زما په باور ډېری مسوولیت یې هم طالبانو ته راجع دی.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان دا جنرال داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو له خپلو جنګیالیو غوښتي و، تر څو په خپلو لیکو کې بهرنیو ترهګرو ته د جلب او جذب مخه ونیسي او که چا سرغړونه وکړه، د دې ډلې له لیکو به ایستل کېږي او سزا به ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت هم په ځلونه ځلونه د شواهدو پر بنسټ ویلي چې طالبان لا هم له القاعده سړه اړیکې لري خو دې ډلې تل بیا دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب