تاند ( پنجشنبه، د کب ۷ ) د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو یو ځل بیا په شمالي وزیرستان او بنو کې د وروستیو نا امنیو پر ضد اعتراضونه پیل کړي او وایي، د قرباني شویو وګړو لپاره به د انصاف غوښتنو لړۍ ته دوام ورکړي.
د دې غورځنګ غړي احتشام خان پر خپل ټویټر لیکلي چې د پښتنو د حق غوښتنې نارې به کله هم چپ نشي او دوی به د پاکستاني حکومت د روانو ظلمونو پر ضد خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.
اعتراض کوونکي وایي، شمالی وزیرستان او پښتون مېشته سیمې په لوی لاس نا امنه کېږي او نور باید د دې چارې مخه ونیول شي.
دوی دغه راز د پاکستان پوځ په دوه ګوني چلند تورن کړی او د خپلې مبارزې د دوام خبره يې کړې.
شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي، په وزيرستان کې په زرګونو پوځي سرتيري موجود دي، خو لا هم دلته نا امني ده، اندېښنه دا ده، چې دلته به ترهګر یو ځل بیا زور واخلي.
د شمالي وزیرستان اوسیدونکو داسې مهال په اعتراضونو پیل کړی، چې درې ورځې وړاندې په شمالي وزیرستان کې د غیر دولتي ادارو څلور ښځینه کارکونکې د نامالومو وسلوالو د برید په ترڅ کې ووژل شوې او پنځه کسان نور ټپیان شول.
له هغه وروسته د پاکستان پوځ هلته مېشت خلکو ته خبرداری ورکړ، تر څو د خپل ځان خیال وساتي، ځکه اوس مهال امنیت یو ځل بیا خراب شوی او ترهګر هڅه کوي ځینې خلک په نښه کړي، خو ځایي خلک بیا د دې هر څه تر شا د پاکستان د استخبارات بولي.
دوی وایي، پاکستاني استخبارات په لوی لاس قبایلي سیمې نا امنه کوي او په دې توګه هڅه کوي ځان نړیوالو ته د ترهګرۍ ښکار وښیي.