یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهتاجکستان وایي؛ د کاسا زر پروژې چارې روان کال پای ته رسېږي

تاجکستان وایي؛ د کاسا زر پروژې چارې روان کال پای ته رسېږي

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۷)  د تاجکستان د انرژۍ وزارت لومړي مرستیال جمشید شایمزاده ویلي چې، د کاسا زر په پروژه کې د دوی برخه کار به روان کال پای ته رسېږي.

هغه زیاته کړې چې د دې پروژې اویا سلنه چارې بشپړې شوې او ټاکل شوې چې د روان کال په لړ کې یې ټول کار پای ته ورسېږي.

جمشید شایمزاده ویلي چې پر دې پروژه تر اوسه پورې ۱۱۵ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.

هغه دوی هیله ښودلې چې د همدې پروژې له لارې به د برېښنا لېږد بهېر د روان کال تر پایه او یا هم د ۲۰۲۲ میلادي کال تر لومړیو پورې پیل شي.

نوموړي ویلي چې افغانستان به پاکستان ته د همدې پروژې د لېږد له درکه خپله برخه ۲۲۰ کیلو واټه برېښنا تر لاسه کړي.

خو زیاتوي چې په دې برخه کې به د شوي توافق پر اساس مخته لاړ شي.

د یادولو ده چې د کاسا زر پروژه د مهمو سیمه ییزو پروژو څخه ده چې په دوبي کې د قرغزستان او تاجکستان اضافي برېښنا افغانستان او پاکستان ته انتقالوي.

د دغې پروژې لګښت له یو میلیارد ډالرو څخه ډیر اټکل شوی دی چې د دې رقم نیمایي د نړیوال بانک له خوا تمویلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب