Home+راشدخان د ټپ له امله لومړۍ ټېسټ لوبه کې نه لوبېږي

راشدخان د ټپ له امله لومړۍ ټېسټ لوبه کې نه لوبېږي

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۷) د افغانستان کرکټ په خپله وېب پاڼه لیکلي چې ښايي راشد خان د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ګډون ونکړي.

سرچینې لیکلي چې هغه ټپي دی او له همدې امله نه لوبېږي.

سرچینې که څه هم په دې اړه څه نه دي ویلي چې د راشدخان  ګوته چېرته او څنګه ټپي شوې خو نوموړى له دې وړاندې د پاکستان په سوپرلیګ کې دوه لوبې ترسره کړې دي.

هغه د پاکستان په سوپرلیګ کې له دوو لوبو وروسته اماراتو ته لاړ او له ملي لوبډلې سره یوځای شو.

د یادونې ده چې افغانستان په خپل کوربه توب له زمبابوې سره ٢ ټېسټ او ٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې لري.

د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ لوبه  د مارچ په ٢مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...