Home+استاد ګل زمان ته د پښتو موسيقۍ د «بابا» لقب ورکړل شو

استاد ګل زمان ته د پښتو موسيقۍ د «بابا» لقب ورکړل شو

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پښتو ژبې مشهور سندرغاړي استاد ګلزمان ته د پښتو موسيقۍ د (بابا) لقب ورکړ.

یاد وزارت دغه راز صفدر توکلي ته  د دمبورې د (سلطان) لقب ورکړ.

د یاد وزارت سرپرست وزير محمد طاهر زهير د دې وزارت په انګړ کې په یوه جوړه شوې غونډه کې وویلې چې له هرې ممکنه لارې به هڅه وکړي چې د هېواد د هنرمندانو ملاتړ وکړي.

ښاغلي طاهر زهير زياته کړه: «هنرمندان د خلکو لپاره خوښي رامنځته کوي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت پروګرام دا دى چې په هر ډول چې وي د هنرمندانو لاسنيوى وکړي او د هغوى د هنري فعاليتونو ملاتړ وکړي».

نوموړي وويل، په اوسنيو شرايطو کې يوازې هنرمندان دي چې د خپل هنر له لارې د خلکو له زړونو غمونه لرې کوي.

استاد ګلزمان ته د پښتو موسيقۍ د بابا او صفدر توکلي ته د دمبورې د سلطان لقبونو ورکولو تر څنګ يو شمېر هنرمندانو ته د استادۍ لقب سندونه او ستاينليکونه هم ورکړل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...