جمعه, دسمبر 12, 2025
Home+کراچۍ لوبډلې له خپل ستر هدف نه دفاع ونه شوه کړای

کراچۍ لوبډلې له خپل ستر هدف نه دفاع ونه شوه کړای

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۷) د پاکستان غوره لیګ په شپږمه لوبه کې اسلام آباد لوبډلې کراچۍ کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې کراچۍ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د درېو لوبغاړو په زیان اسلام آباد لوبډلې ته د ۱۹۶ منډو ستر هدف ورکړ.

په دې لوبه کې شرجیل خان د سږني پي اېس اېل لومړۍ سلیزه ووهله او د ۸ شپږيزو او   ۹  څلوريزو پر مټ يې په ۵۹ توپوتو ۱۰۵ منډې جوړې کړې.

اسلام آباد یاد هدف د افتخار احمد د ۴۹ ناسوځېدلو او د الیکس هیلز د ۴۶ منډو پر مټ يې د لوبې په نولسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

په دې لوبه کې د کراچۍ له لوري محمد نبي تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه.

 نوموړي په څلور اورونو کې د ۲۶ منډو په ورکولو سره یوه ویکټ تر لاسه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...